IQNA

د اسرائيلو ګواښونه د فلسطيني ملت اراده نه شي ماتولې

8:28 - May 10, 2022
د خبر لمبر: 3485781
تهران (ایکنا)ـ د فلسطین د حماس غورځنګ وياند وويل: د صهيونېسټ رژيم له ګواښه ډکې څرګندونې د دغه رژيم د کورني بحران ښودنه کوي او د فلسطين د ملت کلکه اراده او عزم نه شي ماتولې او نه د مقاومت مشران ويرولې شي.

عبداللطيف القانوع نن له الجزيره ټي وي چېنل سره په مرکه کښې وويل: د حماس د مشرانو هدف ګرځولو په اړه د اسرائيلو ګواښونه څه نوې موضوع نه ده او په حقيقت کښې چټي او مېنځ تشې څرګندونې دي.

القانوع زياته کړه، د اسرائيلو غاصب رژيم د مقاومت د هر يو مشر د هدف ګرځولو په اړه د هر ډول حماقت د ارتکاب په صورت کښې به ځان ته د دوزخ دروازې خلاصې کړي. هيڅوک د دې مخه نه شي نيولې چې فلسطيني ملت دې خپلې دفاع ته راپاڅيږي او له نيواکګرو سره د فلسطين د مقاومت مقابله په حکمت او اقتدار سره مخ په وړاندې روانه ده.

د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه هم وويل: د حماس د مشرانو د وژلې په اړه د صهيونېسټ رژيم ګواښونه هيڅکله مونږ د فلسطين له مقدساتو څخه له دفاع، خپل وطن ته له ستنېدو او د اسيرانو له آزادۍ هيڅکله ډډه نه شوو کولې.

په غزه کښې د حماس مشر يحيی السنوار هم د ځان په خلاف صهيونېسټ رژيم د نويو ګواښونو په ځواب کښې وويل: زمونږ ژوند په طبيعي توګه دوام لري او له چا ويره نه لروو.

يو شمېر پخوانيو اسرائيلي چارواکو ، استازيو او خبريالانو د قدس له نړيوالې ورځې سره په يو وخت په واضحه توګه د غزې په تړانګه کښې د حماس د مشر يحيی السنوار د وژلو غوښتنه وکړ. هغوي السنوار د تل ابيب په ختيځ کښې د العاد نومې دوو مقاومتي عملياتو ذمه وار وبلۀ، هغه عمليات چې د تېر زيارت په شپه ترسره شول او د دريو صهيونېسټانو د وژلې او شمېر نورو د ژوبلېدو سبب شول.

captcha