IQNA

د هندوانو هدف د ټولو اسلامي ودانیو ورانول دي

16:06 - May 21, 2022
د خبر لمبر: 3485818
تهران(ایکنا)-د هندوستان په ایودهیا سیمه کښې د بابري جومات د ړنګیدا له دیرشو کلونو وروسته د هندوستان بنسټ پاله ډلې

 د مسلمانانو نورو سپیڅلیو او مذهبي ځایونو د ړنګولو یا  ورته د تاوان رسولو او حتی د تاج محل مشهورې ودانۍ د ړنګولو اراده لري .

ایکنا خبري اژانس د فرانس څلرویښتم ټيلي ويژن په قول وویل د هندوستان یوې سرزروي ډلې واک ته د لومړي وزیر ناریندرا مودي له رسیدا وروسته زیات جرات پیدا کړی دی او د ځايي حکومتونو په ملاتړ  او د مسلمانانو د جوماتونو ، د جوماتونو د لاوډسپیکرونو او د اسلامي حجاب پرضد  د محکمو په رایو سره د اسلامي مظاهرو د تباه کولو او د ورانولو او حتی د تاج محل د تاریخي او د ښکلي ودانۍ د ورانولو نیت لري .

هغوې ادعا کوي د هندوستان د ټولو جوماتونو د پاسه معبدونه جوړ شي او جوماتونه باید ړنګ شي .

حاضردمه د هندوستان په بنارس کښې په څو سوه کاله لرغونوالي سره ګیانوابي جومات ته زیات خطر ورپیښ دی .
بنارس ښار د هندوانو لپاره ډیر مقدس دی .

په عین حال کښې تیره اونۍ هندوانو ادعا وکړه چې د جومات په هکله پټې څیړنې د دې ښودنه کوي چې د «شیوالینګا» پاتې شوني چې د هندوانو د شیوا خدای بیلګه ده په دغه ځاې کښې کشف کړي دي .

د هندوستان د لومړي وزیر ناریندرا مودي د سیاسي ګوند یوه غړي «کاوشال کیشور» ځايي رسنیو ته وویل دا په دې معنا دي چې دلته مخکې یو معبد یعني د هندوانو درمسال و .

مسلمانان مخکې د دغه جومات د ډنډ له اوبو څخه له وضو کولو منع کړې شوي وو او دغه خطر شته چې دغه جومات هم د بابري جومات له برخلیک سره مخامخ شي .

هندوان باوري دي د دوې د هیواد اصلي مذهب هندوایزم دی او هر شی له مغولانو رانیولي تر ګورکانیانو مسلمانو پورې تر انګریزانو پورې پردي دي او په ټول هندوستان کښې د دوې ټول مظاهر له مینځه یوړل شي .

ځینې ډلې حتی تاج محل چې د یونیسکو  د نړیوال میراث په لیسټ کښې دی او د هندوستان مشهوره تاریخي ودانۍ ده او هر کال په میلیونونو خلک هلته ځي د ړنګولو اراده لري .

دا په داسې حال کښې دي چې هندوان هیڅ معتبر سند نلري خو باور لري چې دغه ودانۍ په اولسمې میلادي پیړۍ کښې د مغول امپراتور شاه جهان  لخوا د شیوا زیارت په ځاې کښې جوړه کړې شوي ده .

د راټګرز پوهنتون کښې د جنوبي اسیا د تاریخ یوه ایسوسي ایټ پروفیسر اډري ټروشکه د تاج محل ودانۍ په هکله د هندوانو د ادعا په اړه وايي : که چیرې باور وکړو چې ځمکه هواره ده  د شیوا درمسال د ودانۍ د پاسه د تاج محل د ودانۍ د جوړیدا ادعا به سمه وي .

په داسې حال کښې چې د تاج محل ودانۍ ړنګول حاضردمه د هندو سرزورو کسانو لپاره د یوې ارزو تر حده پاتې دي جوماتونه او نورې اسلامي ودانۍ هم د ورانولو او د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي .

https://iqna.ir/fa/news/4058356

captcha