IQNA

د مصر د ځوان قاري محمود شحات انور تلاوت خپور شو

14:53 - May 22, 2022
د خبر لمبر: 3485820
تهران(ایکنا) په اینټرنیټ سایټونو باندې د مصر د ځوان او د مشهور قاري محمود شحات انور

چې د نهاوند په مقام کښې دی د تلاوت  یو فیلم خپور شوی دی .

ایکنا خبري اژانس راپور ورکړی د قران کریم دغه تلاوت څه موده مخکې یعني د تیرې غوايي میاشتې په شلمه نیټه د مصر په سوهاج ولایت کښې د موجودو خلکو له ستاینې او هرکلي سره مخامخ شو .

په دغه تلاوت کښې د قران کریم د نمل سوریې اخري ایت یعني درې نویم ایت شامل دی «وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ:: او ووایه ستاینه د هغه خدای لپاره ده زر به خپل ایتونه تاسو ته دروښيي او هغه به وپيژندئ او د ستا پروردیګار له هغه څه چې کوئ یې غافل نه دی .»

او د قران کریم د تحریم سورې لومړی ایت«يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ   وايي :ای پیغمبره ولې د خپلو میرمنو لپاره هغه څه چې خدای د ستا لپاره حلال ګرځولي دي حرام کوئ خدای بښونکی او مهربان دی .

4058472

بچوې: مصر ، قرآن ، تلاوت
captcha