ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلی دي په ایران کې د دیره افغانانو د شمیرنې یا د آمایش کارډونو د اعتبار نیټه د وږي یا سنبلې د میاشتې تر یو دیرشمې پورې تمدید شوې ده .
په دغې اعلامیې کې دغبرګولې له یودیرشمې څخه د وږي یا سنبلې دمیاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې د نوو شمیرنو یا آمایش د طرحې پيلیدا ته په اشارې سره وئيل شوي دي چې په ایران کې ددیره افغان ښاریزو د آمایش کارډونو نیټه د سنبلې تر یودیرشمې نیټې پورې تمدید شوې ده .
ددغه راپور په اساس د آمایش کارډونو د اعتبار د نیټې له تمدیدولو څخه موخه ،د بیمې ، زده کړې ، بانکي خدماتو او دغه شان په نورو چارو او زمینو کې په ایران کې ددیره بهرنیو پناه غواړو ته په خدماتو کې د ځنډ د رامینځةکیدا مخه نیولل اعلان شوي دي .
له دې مخکې هم د ایران د خراسان جنوبی لوي څارنوال علی موحدي وئيلي وو ، چې افغان ښاریز باید د چنګاښ یا سرطان دمیاشتې تر لومړیو پورې د آمایش په طرحې کې نامې ثبت کړي .
هغه همداراز خبرداری ورکړی ؤ چې دغه کسان که خپلې نامې ثبت کړي ، نو په هیواد کې به د مجاز ښاریز په توګه د پاتیکیدا حق ولري او که داسې نه وي ،نو غیر قانوني ښاریز به وپيژندل شي .