IQNA

د افغانستان د شیعیانو حقوق ،طالبان او د شیعه عالمانو د شورا غوښته(مقاله)

17:03 - June 28, 2022
د خبر لمبر: 3485936
ایکنا-(تهران)د افغانستان د شیعیّانو د عالمانو شورا،ددغه هیواد د اهل تشیَع د حقوقو د تصویبیدا او د طالبانو په موقته حکومت کې د دوي د ځائيګي د تائيدیدا غوښته وکړه .

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د شیعیانو دعالمانو شورا په یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت وغوښتل ، د دوي غوښتې دې د عالمانو او قومونو په راتلونکي ناستې کې  تصویب  کړي .

 د سیاسی ټولنو له نظره ،د شیعه علماؤ د شورا دغه غوښتنه،له دوو اړخونو اهمیّت لري .لومړی دا چې،د افغانستان شیعیان له طالبانو سره د ملګرتیا غوښتونکي دي  او ځانونه  د طالبانو ډلې داخلی مسئلو ته  نه واردوي او خپلې دغې غوښتې ته د طالبانو توجه او اهمیّت غوښتنه کوي . دوهم اهمیّت ئې دا دی چې د افغانستان شیعیان  د یوې متحرکې  ټولنې په توګه داسې دیني او اجتماعي حقوق لري ،د واکمن په توګه ئې طالبان  باید په نظر کې ونیسي .

که څه هم طالبانو ډلې پر افغانستان له مسلط کیدا وروسته د شیعیانو د حقوقو د کمیشن په جوړولو سره وښودله چې د دوي هراړخیزو حقوقو ته توجه لري،خو خپلو حقوقو ته د توجه لپاره،له طالبانو د افغانستان د شیعیانو د عالمانو د شورا غوښته ښئ چې دغه کمیشن  په دې باب کوم جدي کار نه دی کړی .

 په افغانستان کې دسیاسی چارو یو کار پوه اوشناندی سید الیاس جاویدپه دې باب وائي،د شیعیانو عالمانو او سیاسی اورګانونو له طالبانو سره  مختلف لیده کاته کړي دي اوهماغه شان هڅه کوي،له دوی سره اړونده مسئلې د خبرواترو او مشورو له لارې حل کړي او خپلې دغې رودې ته پابنده دي .

 حقیقت دادی چې د اهل تشیّع، اهل تسنن، پښتنو، تاجکو اربکو او هزاره ګانو او نورو قومونو او توکمو پشمول د افغانستان درستو خلکو تل سره  ګډ  سوله ایز او له یوه بل سره په احترام سره ژوندکړی دی ، په دې توګه چې  له عاشورا سره اړونده موضوعګانو پشمول  د اهل تشیّع  ډيرو دستوراتو او دودونو ته  دافغانستان نور قومونه او خلک په احترام سره ګوري . پر دې اساس ، له طالبانو  دشیعیانو  تمه دا ده  چې  په اصولي او سمو لارو  چارو غوره کولو سره د افغانستان په درست ولس کې سوله ایز ګډ ژوند پیاوړی کړي .

 دافغانستان درست ولس د یوه بیرغ لاندې ژوند کوي  او  ورته وفادار دي اوتر دې دمه ئې اجازت نه دی ورکړی ،  د افغانستان د ولس دښمنان  ددغه هیواد داخلی شخړې اوترینګلتیاوې ، چې د  قومي تمَو له امله دي ، په مذهبی نښتو بدلې کړي .

په هرحال ، د پخواني ولسمشر حامد کرزي پشمول د افغانستان ځینو مخکینیو چارواکو ،ددغه هیواد د مشکلاتو له حل سره دمرستې لپاره  د لوئې جرګې،  او د سپین روبو  د غونډې د جوړولو غوښته کړې ده . خو داسې ښکاري ، طالبان ، د هغو عالمانو دغونډې  جوړولو سره ګروهنه لري ، چې  د سیاسی څارونکو له نظره ،  د هردواړو غونډو ترسره کیدا  ، د ملی اتحاد  له پیاوړي کولو او د افغانستان د مشکلاتو له حل سره  دمرستې په کړچار سره  مهمه او ضروري ده ، او طالبان باید دغه شان وړاندیزونو کم اهمیّت ورنکړي، ځکه افغانستان د زیاتو مذهبونو اوقومونو له  پلوه  ،د  وحدت پالنې  لپاره د لازمو قوانینو تصویبیدا او تفکر ته  اړتیا لري  او د شیعیانو د عالمانو شورا هم له دې نظره ،  د افغانستان د عالمانو احتمالي  غونډې ته سترګې غړوي .

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117844  

captcha