IQNA

د ایران او پاکستان اړیکې د کلتوري مشترکاتو په اساس ولاړې دي

16:52 - September 21, 2022
د خبر لمبر: 3486256
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریتولسمشرابراهیم رئیسي په پاکستان کښې د سیلاب د سر او مال د تاوان په وجه د پاکستان له ولس سره یوځل بیا د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له پاکستانيو سیلاب ځپلو سره تر خپله وسه پوره پوره مرسته وکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دایران د اسلامی جمهوریت ولسشر سید ابراهیم رئیسي په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د اووه اویایمې غونډې ترڅنګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د ملګرتیا د پراخولو او د اړیکو د سویې د لوړولو کلکه اراده لري، زیاته کړه: ایران په تجارتي، اقتصادي، د انرجۍ او ټرانسپورټ په برخو کښې له پاکستان سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره هیڅ محدودیت نه لري.

ابراهیم رئیسي په پاکستان کښې د سیلاب د سر او مال د تاوان په وجه د پاکستان له ولس سره یوځل بیا د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له پاکستاني سیلاب ځپلو سره تر خپله وسه پوره پوره مرسته وکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم وویل: ایران او پاکستان د یوې کورنۍ غړي دي او اسلام آباد له خپل دوست او ورور هیواد ایران سره د اړیکو په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري ډګرونو کښې د اړیکو زیات نه زیاته پراختیا غواړي.

د پاکستان وزیراعظم هم داشان له خپل هیواد څخه په تیره بیا د وروستي سیلاب په دوران کښې د ایران د حکومت او ولس له ملاتړونو قدرونه وکړه.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ګډون په موخه نیویارک ته تلی دی او ټاکل شوې چې نن مازیګر په دغه غونډه کښې وینا وکړي.

https://parstoday.com/ps/news/world-i121278

captcha