IQNA

د افغانستان دهزارګانو د وژلو دوام او د لویدیځ دوه ګوڼي معیارونه(مقاله)

15:50 - October 02, 2022
د خبر لمبر: 3486277
د افغانستان په سلګونو ښځو او انجونو زده کونکو دکابل په لویدیځ کې په دشت برچي سیمې کې په مظاهرې جوړولو سره،د هزارګانو به ضد د هدفمنو ترهه ګرو حملود دریدا او د انصاف غوښته وکړه.د طالبانو دحکومت امنیتی مامورانو په ډزو او  وهلو ټکولو سره  دغه مظاهره په سخته وځپله.

په دغه ځای کې یوشمیر خبریالان هم موجود وو چې وهل ټکول شوي او له هغه ځایه په تښتې مجبوره شوي دي.د کابل په دشت برچي سیمې کې  دجمعې ورځې په ځان مرګي حملې کې چې د پوهنتون د کنکور د امتحان په ځاي کې شوي،شهیدانو شمیر ئې نهه څلویښت تنو ته او د ټپیانو شمیر ئې کابو سل تنه ښودل شوی دی.په شهیدانو کې زیاتره انجونې زده کونکي ترسترګو کیږي .

د پام وړ ټکی دا چې د بشری حقوقوپه تیره بیا د میرمنو دحقوقو دتش په نامې مدعیانو ددغه بوږنونکي جنایت په وړاندې چې قربانیان ئې زیاتره انجونې دي،چپتیا غوره کړې ده.البته د امریکا او د هغې متحدانو دغه چلند چې څه دپاسه له شلو کلونو راهسې ئې په افغانستان کې جنایتونه کړي دي ، یوه عادی چاره بلل کیږي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه او شناندی سید عیسی حینی  په دې باب وائي،جنایتونه او ترهه ګري د امریکا او دهغې دمتحدانو لپاره یوه عادی چاره ده.دې ته په پام سره چې په امتحان کې د انجونو ز ده کونکو قتل عام د امریکا د ګوډاګیانو له خوا شوې ده،پر دې اساس امریکا له خواد غبرګون  نه ښودل کومه  حیرانونکي خبره نه ده.

 حقیقت دا دی چې د میرمنو دحقوقو دخلاف ورزیو په باب د امریکا چپتیا یوازې افغانستان ته محدوده نه ده،بلکې د نړۍ په نورو سیمو کې هم لیدل کیږی.له اوکراین څخه  اروپائي هیوادونو ته انجونو قاچاق او په امریکا کې پر میرمنو د تیریو او جنایتونو په باب ددغه هیواد بې پروائي،د امریکا د سترګو پټولو په مخینې کې بلل کیږي. د خپرو شوو احصایو په اساس،د میرمنو له جنسی استفادې څخه ترلاسه کیدونکي کلنۍ ګټه ،څه دپاسه  اوه میلیارډ یورو ده او  له هغو میرمنو او انجونو څخه  له ناوړو استفادو څخه ترلاسه شوي ګټې چې د اوکراین پشمول دنړۍ له مختلفو سیمو قاچاق کیږي، د لویدیځوالو  پانګوالو جیبونو ته لویږي.

په دې باب  دسیاسی چارو یو بل کارپوه  سروش امیري هم وائي؛د نړۍ په مختلفو سیمو کې میرمنې،د لویدیځوالو د ګټه غواړو تمو قربانیانې دي.له جنسي استفادې څخه ډيره زیاته ګټه او پیسې،لامل شوي دي څو په دې لړ کې یو صنعت بڼه ومومي اود میرمنو دحقوقو ددفاع په باب هرډول ادعا هم له دروغو زیات بل هیڅ  نه دي.

 په هرحال،د افغان میرمنو او  انجونو مظاهرې،د هغوي د امنیت دتامینولو لپاره دمظلومیّت هغه چغه ده چې په تاریخي بڼه،په افغانستان کې  دمختلفو واکوالانو او ډلو ټپلو له خوا پرې ظلمونه شوي دي.له دې امله خلک په تیره بیا افغان میرمنې تمه لري،طالبانو ډله چې د افغانستان واکوالي په اختیار کې لري،د لازمو تدبیرونو په غوره کولو سره دغه هیواد دولس دامنیت په تامینولو سره،جنایتکاران عدالت ته وسپاري.دغه موضوع،د مذهبی او قومي ترینګلتیاؤ او درز اچونې لپاره د افغانستان د ولس د مخالفانو هڅې ته په پام سره ډیره مهمه او د پام وړ ده.

روښانه ده چې دمیرمنو دحقوقو په باب د لویدیځي رسندویو جنجالونه د سیاسی مقصدونو لپاره او له شعاره لازیات بل څه نه دي او ددغو هیوادونو رسندوئېو دوه ګوڼو معیارونو پیروي کوي.د مثال په توګه،په امریکا کې د میرمنو په ضدجنایتونه،په افغانستان کې په میرمنو او انجونو حملې او همداراز د اوکراین د کډه په سر شوو میرمنو مصیبتونه او ورڅخه جنسی ناوړه استفاده،د پام وړ رسندوئي انعکاس نه لری او په سترګو پټولو سره ورڅخه تیریږي،په مقابل کې له لویدیځ سره دځینو ناغږمله هیوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنو سره،د میرمنو موضوع،پرسیاسی نظام د هرډول دباؤ د اچولو لپاره یو لاسوند ګرځي.د ایران وروستي بدلونونه هم پخپلو او پرَدَیو هیوادونو په ویشل کیدا کې د لویدیځي رسندویو د دوه ګوڼه سټنډرډونو یو مثال دی،یو د اسې سیاست چې له نړیوالو هیڅکله هم پټ نه دی.

captcha