IQNA

د نړیوال جام پرانیستونکي دستورې او قرآنی پروګرام؛

د قرآن کلمه دټولنیزوچینلونو په سرکې راغلې

7:41 - November 23, 2022
د خبر لمبر: 3486496
ایکنا-(تهران) په قطر کې د۲۰۲۲کال د نړیوال جام په پرانیستونکو دستورو کې د قرآنیي پرفارمنس د پروګرام اجراد سوشل میډیا  دکارونکو له پراخې ستاینې سره  یو خاي شوې ده،داسې چې په انګریزي ژبه کې د قرآن کلمه  په ټولنیزو چینلونو کې  په سر کې راغلې ده.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د قطر۲۰۰۲نړیوال جام په پرانیستونکو دستورو کې د د هالیووډ  امریکائي هنرمند مورګن فریمن په شتون سره د قطر د پرکوټ ځوان قاري د قرآني پرفارمنس د پروګرام په اجرا پسې، په انګریزي ژبه د قرآڼ کلمه ،دنړۍ په  ګوټ ګوټ کې په ټولنیزو  چینلونو  په سر کې راغلې ده.

د اجتماعي چینلونو کارونکو  ددغه پرفارمنس څخه د ویډیوئي کلیپونو په خپرولو سره ،خپله حیرانتیا ددغه ځانګړي حرکت په باب څرګنده کړې ده چې  په نړیوال جام کې د خپل مذهب او کلتور د منعکس کولو لپاره د قطر دګرهنې ښودنه وه.

د ټولنیزو چینلونو  کې غبرګونونه ، د پرانیستونکو دستورو  ډیرو لیدونکو له خوا د هغه وفاق، سولې او حدت د پیغام   د ستایلو ښودونکي وو چې  د قطر د یوه ځوان له په وسیله د قرآن دیو شمیر آیتونو دتلاؤت له لارې  دنیا ته منتقل شو او موخه ئې ،د ملتونو ترمینځ د پیوستون د کلتور دودول دي او په دغه پرفارمنس کې د یوه امریکائي ایکټر  او لوبغاړي  ګډون پر دې  موضوع د ټينګار په خاطردي.

د نړیوال جام پرانیستونکي دستورې د قطر  د یوه مشهوراینفلوئينسر او   هغه پرکوټ قاري غانم المفتاح او د امریکا دیوه مشهور هنرمند د مورګن فریمن  له خوا د قرآني پرفارمنس په اجرا سره پیل شوې چې ددغه هیواد له خوا د ۲۰۲۲نړیوال جام دسفیر په توګه معرفي شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4101449

captcha