ایکنا خبری آژانس د لشروق له قوله راپور راکړ، د الجزایر وهران پوهنتون ددغه هیواد دپوهتونونو په تاریخ کې د قرآن د حافظو محصیلینو ددرنښت د ترټولو سترو دستورو شاهد ؤ. په دغو دستورو کې د الجزایر د وهران ګورنر السعید سعود هر یوه حافظ ته د مفردې عمرې د تګ راتګ ډ هوائي ټکټ ډالۍ وړاندې کړې.
وهران ولایت په فیس بوک ټولنیز چینل کې پخپلې رسمي پاڼې کې وئيلي دي، ددغه ولایت ګورنر د قرآن کریم یوسل اته شپيتو حافظانو ته دمفرده عمرې خرڅه ډالۍ کړه.
دغه دستورې په وهران احمد بن بلا پوهنتون کې ترسره شوې او د الجزایر د پوهنتونونو په تاریخ کې د قرآڼ د حافظانو د قدرونې اودرنښت ترټولو سترې دستورې دي.
د وهران پوهنتون میډیکل پوهنځي د قرآکریم ترټولو زیات شپیته حافظان لري او سل نور حافظان هم په ترتیب سره د درمل جوړونې،د انساني علومو او د ډينټل پوهنځيو سره اړونده دي.
دغه ټول محصیلین به ډیر زر مفرده عمرې ته ولیږدول شي.
په دې باب یوانځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.