IQNA

  د   ۳۴ تلین په مناسبت

د استاد عبدالباسط په یادګار د پاتې تلاؤت ستره شتمنۍ(فلم)

7:30 - December 01, 2022
د خبر لمبر: 3486534
ایکنا-(تهران) استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد په اسلامی نړۍ کې د قران کریم یوتر ټولو مشهور قاری دی او په تلاؤت کې پخپل خاص انداز او د ښکلي او د  په زړه پورې غږ په دلیل د نړۍ په زیاترو هیواونو  او سیمو کې  له خاص محبوبیّت او مقبولیته برخمن دی  او په ؛طلائي غږ(د مکې غږ) باندې مشهورؤ.

ایکناخبری آژاس راپور راکړ، اخبار الیوم  خبری سایټ د خدای بخښلي  عبدالباسط محمد عبدالصمد د رحلت د څلوردیرشمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې  دمصر ددغه مشهور قاري ژوند او فعالیتونو ته انعکاس ورکړی  او لیکلی ئې دي،نن د نومبر دیرمشه نیټّ  د استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد  درحلت څلوردیرشمه کلیزه ده چې مصر او د اسلامی نړۍ یو مشهور او طلائي غږ لرونکی قاری  دی .یو داسې شخصیّت چې د خپل په زړه پورې غږپه دلیل د مصر اوا غیر مصري چارواکو مسئولانو او عامو خلکو له خوا ئې ډير زیات احترام او عزت  کید او  له ریډیو ئې په یوځای کیدا سره د ریډیو تولید او پير پلور  لپاره غوښتې هم زیاتې شوې او په زیاترو کورونو کې به دهغه په غږ تلاؤت خپرید، چې دا لړۍ د خداي بخښلي استاد له رحلت وروسته هماغه شان دوام لري او اوس خلک دهغه له ریکارډ شوي غږه استفاده کوي.

استاد عبدالباسط  په اسلامی نړۍ کې یو ډير مهشور قاری او حافظ دی او د هغه  د ښکلي او په زړه پورې غږ په دلیل ، دنړۍ په زیاترو هیوادونو او سیمو کې له یوه خاص محبوبیّته برخمن دی او د مکې دغږ یا د طلائي حنجرې باندې مشهور ؤ.

د مصر او اسلامی نړۍ دغه  مشهور قاري له خپلې خوا د قرآن کریم ریکارډ شوي غږیزې کیسټې په شتمنۍ پریښودلی دي چې تردې دمه په درستې نړۍ کې ورڅځه د یادونې او حفظ او دتلاؤت دتندې د ماتولو لپاره استفاده کیږي. په عربی او اسلامی نړۍ کې ئې ډيرې ډالۍ او جایزې  ګټلي وې.

دغه طلائي حنجره لرونکی  استاد د سږو په ناروغۍ ککړ شو او ورسره ئې شکره هم زیاته شوه  او ونه توانید، ددغو دوو ناروغیو په وړاندې  مقاومت وکړي او بلاخره د ۱۹۸۸کال د نومبر په دیرشمه نیټه  ئې له نړۍ سترګې پټې کړې او دحق په لور ئې الوت وکړ. د خداي بخښلي استاد عبدالباسط  د جنازې دستورې په رسمي توګه د مصر د ډيرو ښاریزو او د اسلامی نړۍ د ډيرو سفیرانو په شتون سره ترسره شوې.

یاد اوخاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4102782

captcha