قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دینا الوطن» ورځپاڼې نه په نقل، دا قرآنی غونډه د ځنې حافظانو او د غزه «الوسطی» سیمې اسلامی تبلیغات پوهنځی کښې د فلسطین قرآنی پوهاندو په نظارت سره پیل کېږی چې تر لسو ورځو به ادامه لری.
غزه کښې د فلسطین دینی چارو او اوقاف وزارت حافظانو اداری مشر عادل الهور، دې قرآنی غونډه کې شرکت کوونکو شمېر ته اشارې سره وویل: د غزه له مختلفو سیمو ۷۰ کسان په دې قرآنی غونډه کښې شتون لری.
هغه زیاته کړه: دا کسان روزانه تقریباْ ۷ ګېنټې د قرآن حفظ پخولو ته ورکوی او د ښودنې او دینی نصیحتونو وخت له درې ګېنټې ورکړی شوی.
همدارنګه د فلسطین د دینی چارو او اوقاف مسئول عبدالهادی الاغا، وویل: که چې مو قرآن کریم سره واقعی سفر شروع کړو او د دې سپېځلې کتاب کلمو نه آیتونو ته انتقال پیدا کوو نو دا ورځې باید د الله تعالی بزرګې ورځې وټاکو او باید د الله تعالی علمونو کښې کوښښ وکړو او باید حافظ د آیاتو په مفهوم او مقصد فهم کښې له ټولو پوهاند وې.
http://www.iqna.ir/fa/News/3337767