د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه ویبپاڼې نه په نقل،
د مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن پتېيلې چې د روانې اکتوبر مياشتې پر اوه ويشتمه نېټه په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان د حکومت پر ضد پرلت او پراخ لاریون وکړي.
مولانا فضل الرحمن وايي، چې ترهغو به خپل لاریون ته دوام ورکړي، ترڅو چې د عمران خان حکومت له منځه نه وي تللی. د نوموړي په خبره د اپوزيسيون ګوندونو په ملتيا يې د درانه بار ته اوږه ورکړې ده. خو بل لور ته حکومت مولانا فضل الرحمن ته د خبرواترو له لارې د ستونزو د هواري لپاره واړنديز کړی دی.
حکومت هڅه کوي، د مولانا فضل الرحمن لاریون او پرلت ناکامه کړي، چې لپاره يې په اسلام اباد کې بشپړ تياری نيول شوی، د لاریون کوونکو د مخه نيولو او لارو د تړولو لپاره به سل کانټينرونه پر سړکونو ځای پرځای شي او تر دې وړاندې تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د ديني مدرسو د زده کوونکو په اړه مالومات رايوځای کړي دي. پر دې برسېره موټرچلوونکو او د خوراکي توکو پلورونکو ته امر شوی، چې د پرلت له ګډون کوونکو سره هيڅ ډول مرسته ونه کړي.
د مذهبي ډلې جمعيت علما اسلام د پلويانو چې زيات شمېر يې د ديني مدرسو زده کوونکو دي دا مهال تر سخت حکومتي فشار لاندې دي. په دې هېواد کې د وفاق المدارس تر سیورې لاندې زرګونه ديني مدرسې دي، چې په کې ميليونونه زده کوونکي دیني او عصري زده کړې کوي. زياتره مدرسې په پنجاب او کراچۍ کې دي.
http://talwasa.af/2019/10/25/