ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مخکيني وزير عبدالکريم خرم په کابل کښې له تهران ریډیوسره په مرکه کښې وويل: په دې وروستيو کښې ځينو د افغانستان او ايران د خلقو د پخوانيو او تاريخي تعلقاتو د خرابولو په هدف سره کوشش وکړ په سوشل مېډيا کښې د يو کلېپ په خپرولو سره عامه افکار منحرف کړي.
هغه زياته کړه، دا ډول اقدامات چې د پاکستان او يوکرائن په شمول د سيمې او نړۍ له بدلونونو سره په يو وخت رامنځته کيږي د تهران او کابل د تعلقاتو د زيانمولو لپاره د پردې شا ته د لاسونو او سياسي فتنو اودسیسو ښودنه کوي.
عبدالکريم خرم همدارنګ په افغانستان کښې طالب مشرانو ته سپارښتنه وکړه چې په اوسنيو حالاتو کښې دې د تاوتريخوالو په اړه بېدار او هوښيار اوسيږي او کوشش دې وکړي چې د افغانستان د خلقو د مشکلاتو په ختمولو سره د هغوي ملاتړ او اډاڼه ولري.
دغه افغان سياسي مشر همدارنګ د دواړو هېوادونو ترمېنځ ژورو اقتصادي رشتو او په ايران کښې د ميلينونو افغانانو شتون ته په اشارې سره د طالبانو لپاره له ګاونډيانو سره د تعلقاتو د ښه کېدو فرصت د افغانستان د اقتصادي او سياسي حالاتو د ښه کېدو لپاره يو ځانګړی فرصت وبلۀ.