IQNA

په کویت کښې په لس ډوله قرائاتو سره قران چاپ شوی

15:32 - May 31, 2022
د خبر لمبر: 3485849
تهران(ایکنا)- د کویت د قران او د سنت نبوي د چاپ ادارې په اسلامي دنیا کښې د لومړي ځل

 لپاره په لس ډول قرائتونو  سره قران چاپ کړی دی.

ایکنا خبري اژانس د الخلیج انلاین اینټرنیټ پاڼې په قول ویلي دي په کویت کښې په لسو قرائتونو سره قران داسې نسخه ده چې په څنګ کښې لس مشهور قرائتونه په عثماني خط باندې لیکل شوي دي.

د کویت د قران او د سنت پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د چاپ ادارې ویاند مبارک الحیان وویل دغه مرکز په لسو قرائتونو سره په کویت کښې چاپ شوی قران کریم خپور کړی دی.

الرای ورځپاڼې د الحیان په قول ولیکل دغه قران په اسلام دنیا کښې په خپل ډول لومړنی قران دی او دواړو خواو ته د قران کریم لس قرائتونه په واضح او منظم ډول لري.

هغه وویل دغه قران په عثماني خط د ټولو صحیح قرائتونو په بیانولو او په هغه جدول سره چې په دغو ټولو رودو کښې د قرائت رودې بیان شوي دي په ښو او واضح رنګونو سره خپور شوی چې د لوستونکو لپاره یې  لوستل او تلاوت کول ډیر اسان دي.

په اوه ګوڼه او لس ګوڼه ډول د قران کریم قرائتونه په حقیقت کښې  د قران د قرائت رودې دي، خو دا په قران کښې د تفاوت په معنا نه ده!بلکې د قران کریم د ایتونو د تلاوت او د لوستلو د اوو ګوڼو او د لس ګوڼو رودو په معنا ده .

ثابته شوي ده چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په څو رودو سره د قران کریم تلاوت کړی دی او د قران کریم د تلاوت دغه رودې د صحابه وو په وسیله او بیا د تابعین په وسیله سینه په سینه  مونږ ته  رارسیدلي دي.

پس د قران کریم په اوه ډوله او لس ډوله د قرائت هدف یعني د قران کریم د تلاوت اوه او لس رودې چې یوازې د تلاوت په څرنګوالي کښې لږ شان تفاوت لري خد معنا له نظره له یوبل سره هیڅ فرق نلري او ټول د همغه قران کریم تلاوت کیږي چې په پیغمبر نازل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4060938

captcha