ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون هیڅ بندون نه لري، وویل: اساسي قانون د جمهوریت او اسلاميت ضمانت ورکونکی او د اسلامي انقلاب څرګندونکی او تجسم دی.
په رابور کې وئيل شوي دي داسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اساسي قانون د اجرا د مسئولیت په ملي غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون هیڅ بندون نه لري،وویل:اساسي قانون د جمهوریت او اسلاميت تضمینونکی او د اسلامي انقلاب ښودونکی او تجسم دی
رئیسي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اساسي قانون د ټولو اصولو د اجرا لپاره باید هلې ځلې وکړو، زیاته کړه: زمونږ هیواد د انتخاباتو هیواد دی، مونږ له انقلاب وروسته ډیرځلې ټاکنې ترسره کړې خو حیران یم کوم کسان چې د بشري حقوقو خبره کوي په سیمه کښې له یو داسې نظام څخه ملاتړ کوي چې یو انتخابات یې هم نه دي ترسره کړي خو زمونږ له هیواد سره دښمني کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د عدالت د عملي کیدو ترټولو غوره لاره د قانون اجرا ده، وویل: مونږ ټول که له هر سیاسي ګوند او بهیر څخه یو، باید د قانون په اجرا باندې موافقه وکړو او قانون مداري یو اصل وګرځوو.