ایکناخبری آژانس د ګلوب اکو له قوله راپور راکړد ویانا ستر پادري کریسټوفر شونبرون له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکې کې له نفرت خورونې سره په مقابلې کې د مکې دسند پر اهمیّت ټينګار وکړ.
شونبرون له نفرت خورونې او افراطي عقایدو سره په مقابلې او د ګډ ژوند اوزغم په پراختیا کې ددغه سند اهمیّت ته په اشارې سره هیله وښودله چې د آسماني دینونو ارزښتونو ته د لازیات احترام لپاره ګډ چوکاټ مطرح شي.
هغه چې د اسلامی نړۍ دټولنې دعمومی منشي محمد العیسیي په پلنې سره سعودي عربستان ته په سفر تللی،له محمد العیسي سره په کتنې کې ئې له انزوا او د ترهه ګرس له تورونو د اسلام د څيرې او عظمت د جلا کولو لپاره په هحې خپله ډيره زیاته دلچسپي وښودله.
دد ویانا ستر پادري ټينګار وکړ، د بیان آزادي د اسلام له سپکاوي سره توپیر لري او دا په دې معنا ده چې د پیغمبر اکرم(ص)په شان کې د ګستاخو کارټونونو خپریدا او د آسماني کتاب قرآن کریم د نسخو سوځول دبیان آزادي نه ګڼل کیږي.
شونبرون په دې زمینې کې د ځينو افراطیانو سپير اقدامات مردود او باطل وبلل او وې وئيل، دبیان آزادي د نورو عقایدو احترام ته پابنده دي اوباید هیڅکله هم د بل چا سپکاوي ونشي.