IQNA

الازهر د ارمنستان د قران نندارتون د کوربتوب لپاره تیار دی

6:28 - March 09, 2023
د خبر لمبر: 3487009
ایکنا-(تهران)شیخ الازهر دارمنستان له خارحه وزیر سره په کتنې کې په الازهر موسیسې کې په ارمنستان کې د موجود قرآن کریم د کم پیدا کیدونکو خطي نسخو د نندارتون د ترسره کیدا لپاره دهغه د وړاندیز هرکلی وکړ.

ایکنا د الیوم السباع له قوله راپور راکړ،شیخ الازهر الشریف د کب دمیاشتې په اولسمه نیټه د ارمنستان له خارجه وزیرآرارات میرزویان او ورسره رسمي  پلاوي سره په کتنې کې چې د مصر قاهرې ته په سفر تللی ،کتنه کړې او د دینی چارو اوکلتور د دودولو  لپاره ئې د علمی او کلتوی  ملګرتیاؤ لارې چارې  ارزولي دي.

دارمنستان خارجه وزیر هم پخپل وار  په ارمنستان کې د اساسی  حقوقو او اصولو په توګه د دینی زغم او روادارئ،ددینو په احترام  او د عبادت  په آزادۍ دخپل هیواد  په اعتقاد باندې ټينګار وکړ او وې وئيل، ارمنستان  د الازهر له تجروبو او د دینو د پيروکارو  په خبرواترو کې د هغو له اوږدې مخینې  د استفادې غوښتونکی  دی.

د ارمنستان خارجه وزیر په دغې کتنې کې دې  ته په اشارې سره چې هیواد ئې د قرآن کریم او د اسلامی تاریخي خطي نسخې چې ډيرې کمې پيدا کیږي او لاس لیکلي نسخې دي ،لری ئې؛ شیخ الازهر ته وړاندیز وکړڅو الازهر  ددغو خطي نسخو د نندارې لپاره  د دایمی نندارتو کوربه شي، چې شیخ الازهر  هم ددغه وړاندیز هرکلی وکړ او  هغه ددغه وړاندیز د لازر اجرا لپاره د الازهر پر چمتووالی ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4126997/%D8

captcha