ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړ،د عربستان لوئې څارنوالۍ اعلان وکړ، دې ته په پام سره چې د روژې دمبارکې میاشتې هلال یا ماشت نه ده لیدل شوې،نو ځکه چهارشبنه یعني دمارچ ۲۲نیټه د شعبان المعظم دیرشمه ورځ ده او د ۱۴۴۴قمری کال د رمضان المبارک لومړنۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې یعني د مارچ په ۲۳نیټه وي.
د قطر په اوقافو وزارت کې هلال کمیټې هم په یوې اعلامیې کې ووئيل، چې چارشنبه د شبعان میاشتې دیرشمه نیټه ده او د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي.
د کویت القبس ورځپانې هم لیکلی دي، په کویت کې د سه شنبې په ماښام میاشت نه ده لیدل شوي په همدې خاطر به په کویت کې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ په پنجشنبې ورځې وي.
په عراق کې داهل سنت اوقافو اعلان ړی دی چې د روژې دمبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي. د سورئې سانا رسمي خبري آژانس هم د دغه هیواد اوقافو دوزارت د فقهی شورا له قوله اعلان کړی دی چې په دغه هیواد کې به په پنجشنبې ورځې لومړنۍ روژه وي. .لبنان ،سوډان ،مصر او ایران هم اعلان کړی دی چې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به په پنجشنبې ورځې وي.