ایکنا د اماراتو د رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د دوبئ جایزې د قرآن دنړیوالو سیالیو شپږویشتم پړاؤ په شپږمه شپه د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې د انډونیشیا فتوی هادی مولانا،د یمن محمد عبده احمد قاسم،د موریتانیا محمد انجیه،،له روانډا شیما لقمان، له کنګو عمر دوکوری او له جنوبی سوډانه برازاویل اوطه حسن عبدالحمید بلال سره سیالۍ وکړې.
ددغو سیالیو په شپږمه شپه چې د دوبئ دعلومو او فرهنګ د کلب په مرکز کې د ترسره کیدا په حال کې دي،د سیالیو دترسره کونکي کمیټې مشر او غړي او د سیالیو د شپږمې شپې مینه والو هم شتون درلود.
د یادولو ده چې ددوبی جایزې قرآن نړیوالو سیالیو شپږویشتم پړاؤ د وري دمیاشتې په شپږمه جمعې ورځې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د وحي د کلام د ۶۵حافظانو په شتون سره د دوبئ د الممزر سیمې د فرهنګ اوعلومو د کلب دټولنو په هال کې پیل شوي دي.