IQNA

قرآني سورې/96

هغه لومړني آیتونه چې پر پیغمبر(ص)نازل شول

7:21 - July 18, 2023
د خبر لمبر: 3487644
ایکنا-(تهران) د ؛علق؛ سورې پنځه اول  ايتونه  هغه آیتونه دی چې د حضرت جرائيل په وسیله  داسلام پر  ګران پيغمبر (ص) نازل شول. دغه آیتونه د انسانانو پر لوست او علم زده کولو ټينګار کوي.

د قرآن کریم شپږنویمه سوره ؛علق ؛نومیږي.دغه سوره په نولسمو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سورې کې واقع ده.علق چې یوه مکی سوره ده ، دنزول په ترتیب کې لومړنۍ سوره ده چې پر ګران پيغمبر(ص)نازله شوې ده . ددغې سورې لومړني پنځه آیتونه  پر پيغمبر(ص)نازل شوي پنځه لومړني ایتونه بلل کیږي.

خداوندمتعال  ددغې سورې په دوهم آیت کې د انسان د پنځونې پيل ؛علق؛(پنډه شوي وینه) ګڼي. د سورئې لپاره د؛علق ؛نامه هم  له همدغه آيته اختسل شوې ده.

د مفسرانو  په وینا،کله چې پيغمبراکرم(ص)په حرا غره کې شتون درلود،نو جبرائيل نازل شو او وې وئيل، ائ محمده  ولوله، پيغمبر ووئيل،زه قرائت نشم کولی.جبرائيل هغه په غیږې کې ونیؤ او ټينګ ئې  کړ اوبیا ئې ووئيل، ولوله !پيغمبر  هماغه ځواب تکرار کړ. دوهم ځل هم  جبرائيل دغه کار وکړ او همدغه ځواب ئې واورید، او دریم ځل ئې ووئيل، ؛  اِقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّک الَّذِی خَلَقَ...(د علق سورې د پنځم آیت آخر پورې) او د پیغمبر له نظره غایب شو.رسلو الله بزرګوار(ص) چې د لومړنۍ وحي په ترلاسه کولو سره ډير ستړی شوی ؤ،د خپلې ماندینې حضرت خدیجه وآخوا ته ورغی او وې فرمائيل؛ زَمّلونی و دَثّرونی؛ پټ مو کړه و څه کپړه راباندې واچوه څو آرام وکړم:::

 د  ټولې سورې په مفهوم کې د توحید یادول شامل وو او  او دعلم او قلم  او د انسانانو له سرکشۍ سره د پانګونې د رابطې درنښت  اوستایل شاملیږي.

سوره په پیل کې پیغمبراکرم (ص)ته د لوستلو حکم ورکوي، د انسان له پنځونې څخه د هغه په ټولې بزرګئ سره ،  د بې ارزښتې وینې خبره کي .  د انسان له بشپړتیا  دپروردګار په مرستې اوبخښنې سره  او لهعلم او پوهې او قلم سره د هغه د   د بلدتیا بحث کوي.دهغو ناشکره انسانانو چې سرکشي کوي، خبره هم کوي او د هغو کسانو دردناکې سزا کونې ته هم اشاره کوي چې   د خلکو دلارښونې او نیکو اعمالو خنډ دي. بلاخره سوره پروردګار ته د نزدیکیدا او سجدې کولو حکم ورکوي.

 خدای تعالی د اسلام پرګران پیغمبر(ص) په نارل شوو لومړنیو آیتونو کې، رسول الله بزرګوار(ص) ته د لوستلو حکم ورکوي. علامه طباطبائي  ددغې لوستنې مقصد ، دقرآڼ دآیتونو لوستل ګڼي.

captcha