IQNA

په مکه کې د قرآن د نړیوال موزیم په لاره اچول

17:20 - August 10, 2023
د خبر لمبر: 3487767
ایکنا – (مکه مکرمه) د مسلمانانو نړیوالې ټولنې د مکې په ښار کې د قرآنکریم نړیوال موزیم په لاره اچولی دی. د دې موزیم د په لاره اچولو موخه، د نړیوالو ناستو ترسره کول او د قرآن د غوره نسخو وړاندې کول دي.

ایکنا د عرب نیوز په حواله خبر ورکوي چې د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې لوی منشي محمد بن عبدالکریم العیسی په مکه کې د قرآنکریم د نړیوال موزیم د په لاره اچولو خبر ورکړی دی.

هغه ویلي چې دا نوښت د قرآن او سنتو د پیام خپرولو په موخه په لاره اچول شوی دی او دا موزیم به د علمي حقایقو له مخې د قرآنکریم معجزې څرګندي کړي.

د هغه په خبره، د موزیم پروژه د دې ټولنې د عالمانو نړیوالې شورا له لوري په لاره اچول شوې، چې له ټولې نړۍ څخه د سترو عالمانو په ګډون سره یو مشورتي پلاوی دی.

د موزیم کارکوونکي په ټولې نړۍ کې د کنفرانسونو، ناستو او ویناوو د تنظیمولو دنده پر غاړه لري.

محمد العیسی وویل: د دې غوره پروژې فکر د هغې محتوا ته په کتو چې په خپله برخه کې لومړنۍ ده، د دې ټولنې د خدای کتاب او سنتو ته د خدمت کولو د برخې له لورې پیدا شوی دی.

العیسی زیاته کړه چې لیدونکي د دې ټولنې له ودانۍ څخه کولای شي د موزیم لیدنه وکړي. د موزیم نړیوالې څانګې، قرآني ارزښتونه او په آیتونو کې غوره احکام بیانوي.

العیسی څرګنده کړه، دا موزیم د قرآن او د هغه د علومو په اړه له ناستو، راټولیدنو، ویناوو او څېړلو سربېره، د قرآنکریم د تاریخي نسخو په اړه تاریخي راپور هم وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4161222

captcha