IQNA

د طوفان الاقصی نومې ناڅاپي عملیاتو پیل او دسدیروت ښارګوټي د پولیسو دمرکز له نیول کیدا د مقاومتی چورلیز دمبارزانو د شکر ترسجدې پورې(فیلم)

16:56 - October 07, 2023
د خبر لمبر: 3488067
ایکنا-(غزه ) هغه څه چې تر  میاشتو میاشتو پورې د وحشي صهیونیسټي پوځ او په تیره بیا د پوله ایزو سیمو د  صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو  لپاره  په یوه سترې خپسکې بدل  شوي وو،د ؛طوفان الاقصی ؛نومې ناڅاپی عملیاتو  سره په واقعیّت بدل شول.

ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ،  د فلسطین  د مقاومتي غورځنګ حماس د مبارزانو د طوفان الاقصی نومې  دغو عملیاتو کې چې  د مځکې ، هوا او سمندر له لارې په یو وخت  ترسره شول، پر دې سربیره  چې د حماس مبارزان په نیواکي فلسطین کې پر ټارګټونو  د پنځه زره توغندیو په توغولو بریالی شوي ،بلکې د ۱۹۴۸ نیواکي ټاټوبو ته په داخلیدو  کې هم   بریالی شوي دي او ددغه رژيم یو شمیر پوځيانو ته ئې په مرګ ژوبلو  او  نیولو کې هم بریالي شوي دي.

همداراز د صهیونیسټ رژيم  رسمي رسندویو  پخپلو وروستیو  احصایو کې منلې ده چې  دصهیونیسټانو په ضد د فلسطین دمقاومتي چورلیز دعملیاتو په  دوام کې سخت مرګ ژوبلې او تاوانونه   زغملی دي.

 دغو رسندویو منلې ده چې په دغو عملیاتو کې  دتل ابیب ، اشدود   پشمول نیواکي سیمو باندې څه دپاسه  پنځّه زره غوندي او راکټونه  لګیدلي دي . چې په نتیجې ئې  کابو ۴۴ صهونیسټان هلاک او ۳۵نور نیول شوي او دغه راز په سلګونوټپیان شوي دي چې په ځینو ښارونو کې له ټپيانو روغتونونه ډک شوي دي .دغه راز داسرائيلو رسمي سرچینو منلې ده چې د  ځانګړي ځواک د غزې  لپاره منصوب شوی قوماندان جنرال الومي هم د فلسطینیو مبارزانو لاس ته ورغلی دی.

دغه راز صهیونیسټي  رسندویو دا هم منلې ده چې د غزې په شاوخوا کې ئې هوائي مرکزونه او پوځي اډې خالي کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  د فلسطین مقاومتي چورلیز دمبارزانو  په وروستۍ خبرتیا کې راغلي دي ، چې  نهال اوز ،نومې صهیونیسټي ښارګوټی ئې هم آزاد کړی دی. دغه راز ئې دا هم اعلان کړی چې  یو شمیر ایف ۱۶ډوله جنګي الوتکې هم په غنیمت نیولي او فوري ئې غزې ته منتقلې کړي دي 

د توفان الاقصی نومي عملیاتو تردې دمه  هیڅ مخینه نه ده درلودلې او ددغه ټاټوبی د نیواک له هماغه پیله  دفلسطینیانو په دفاعي عملیاتو په تاریخ کې یو مهم ټکی حسابیږي.

د حماس مبارزان په توفان الاقصی نومې عملیاتو سره د اسرائيلو په نامې سره د ۱۹۴۸ کال  نیواکي ټاټوبو داخل ته په واریدیدا کې له حزب ا... غورځنګه هم مخکې شول .

په حقیقت کې  هغه څه چې  حزب ا... غورځنګ  له دې  تر مخکې پورې  صهیونیسټي رژيم  ورباندې ګواښلی ؤ ،یعني  د نیواکي فلسطین په داخل کې د عملیاتو په ترسره کولو ،نو دحماس مبارزانو  هغه اجرا کړل او  دهغو د شمال په ځاي ئې د نیواکي فلسطین په جنوب کې  اجرا کړل.

داپه دې معنا دي چې   د مقاومتي چورلیز مبارزان  ددې جوګه دي ،په یو وخت د پنسر ګاز په بڼه له شمال او جنوبه نیواکي فلسطین ته ننوځي او په مرکز کې سره مخامخ شي.

حماس او مقاومت نوره ډلو  له دې مخکې په کرتو خبرداری ورکړی ؤ چې په الاقصی جومات د صهیونیسټانو د زیاتیدونکو تیریو په وړاندې به چپه خوله کښې نه ني ، تر دې د چې د قدس تورې په نومې عملیاتو کې ئې هم خپل ګواښ  عملی کړی ؤ.

حماس  غورځنګ  په  دغو عملیاتو سره  نه یوازې  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو  زیاتیدونکو تیریو ته ځواب ورکړ، بلکې په لویدیځي غاړې کې ئې  دصهیونیسټانو  ځپونکو عملیاتو  غچ هم واخست.

دغه عملیات هغو تیریو ،ځپنې ،ترورونو ته یو ځواب دی چې  وحشي صهیونیسټي رژيم  د فلسطنیانو په باب  په تیره بیا  په لویدیځي  غاړې کې  ئې د نتن یاهو د افراطي حکومت د جوړولو له وخت راهسې ئې زیات کړي دي  او که څه هم  غزې تړانګه  له دغو مصیبتونو تر یوه حده لیرې ده ،خو په دغو عملیاتو سره ئې وښودله  چې  د لویدیځي غاړې د  پيښو په تیره بیا دقدس پیښو  په وړاندې  بې پروا نه دي  او د خپلو وطنوالو  په وړاندې  چې د فلسطین په هر ځاي کې  وي ، مسئولیّت احساس کوي او له خپلو درستو پوځي او دفاعي قدرت او توانمنیو په ترټولو ښه اندازه سره استفاده کوي.

په دغو عملریاتو سره د صهیونیسټ رژیم  په تیره بیا د نتنیاهو  ناکامیو ته یوه بله تاریخي ماته ورزیاتیږي او په زیات احتمال سره  به ئې یوه نتیجه او آثار ، د نتنیاهو ائيتلافي حکومت د دړې وړیکیدا  وي.ځکه چې ښارګوټو اوسیدونکو  فلسطین ته  د پيښو د کیښودو له وخت راهسې ترټولو ستر سپکاوی او ناکمي  تجروبه کړې ده او اوس نتنیاهو دجبرانولو لپاره  هیڅ لاره نه لری  او که  چیرې کومه غلطي وکړي،  او کوم پراخ عملیات او یرغلونو ته مخه کړي ، نو دتوفان الاقصی  نومې عملیاتو له  لا ویجاړونکو   آثارو او نتیجو سره  به لاس او ګریوان شي.

https://iqna.ir/fa/news/4173445

captcha