IQNA

د اسلامی انقلاب معظم لارښودوفرمائيل؛

فلسطین او غزه؛د اسلام د قدرت بیلګه دي

15:16 - October 14, 2023
د خبر لمبر: 3488104
ایکنا-(تهرانه) حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له شیخ ابراهیم الزکزکي  او دهغه له ماندنې سره په کتنې کې د د دوی او د دوي د کورنۍ د مجاهدتونو په قدرونې سره له پراخو دسیسو سره سره  په اسلامی نړۍ کې د اسلام  ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت د مجاهدتونو  نتیجه وبلله او د  نیواکي فلسطین په تیره بیا دغزې تړانګې  شرائطو ته په اشارې سره ئې ووئيل،نن سبا د اسلام د قدرت یو مظاهر همدغه موضوع ده چې په فلسطین په رامینځةکیدا ده.

ایکنا نیوز - د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د نیجریه د اسلامی غورځنګ له مشر سره په کتنې کې ټینګار وکړ، فلسطین اوغزه ؛ د اسلام د قدرت بیلګه دي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له شیخ ابراهیم الزکزکي  او دهغه له ماندنې سره په کتنې کې د د دوی او د دوي د کورنۍ د مجاهدتونو په قدرونې سره له پراخو دسیسو سره سره  په اسلامی نړۍ کې د اسلام  ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت د مجاهدتونو  نتیجه وبلله او د  نیواکي فلسطین په تیره بیا دغزې تړانګې  شرائطو ته په اشارې سره ئې ووئيل،نن سبا داسلام د قدرت یو مظاهر همدغه موضوع ده چې په فلسطین په رامینځةکیدا ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، د فلسطین وروستۍ پيښې په تیره بیا بې آمانه بمبارئ  او د میرمنو ،ماشومانو اوبوډاګانو شهادتونه د انسان زړه مجروح کوي، البته ددغو پیښو بل اړخ په فلسطین کې د اسلام د نه باؤر کیدونکی قدرت ښودنه کوي او  دخداوندمتعال په لطف او مهربانۍ سره  دغه حرکت چې په فلسطین کې پيل شوی دی ،په وړاندې به لاړشي او  د فلسطنیانو د بشپړ بریالیتوب سبب به شي.

د اسلامی انقلاب سترلارښود ووئيل؛ درسته اسلامی نړۍ دنده لري،د فلسطین له خلکو سره مرسته وکړي.

 حضرت ایت الله  العظمی سید علی خامنه اي،په ایران کې  له پيړیو پيړیو  وروسته د اسلامی نظام جوړیدا او د سیاسی اسلام د تفکر په اساس  دیوه حکومت بڼه موندل ،د اسلام   دقدرت یوه برخه وبلله  او ټينګار ئې وکړ، اسلامی جمهوری نظام  د تاسیس له وخت راهسې تر دې دم ه  ورځ تربلې لاپیاوړی شوی او په راتلونکي کې به لا پیاوړی شي.

دوي په دنیا کې اسلامی فعالیتونه  ورځ تر بلې په پراختیا وبلل او زیاته ئې کړه، نن سبا د افریقا، آسیا، اروپا او شمالی امریکا په څير دد نیا په ګوټ ګوټ کې اسلامی حرکت په پراختیا دی  او د خداوندمتعال په مهربانۍ سره،به ددغه حرکت بریالیتوبونه  په لازیات قدرت سره  دوام ومومي .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې له شیخ زکزکي او دهغه له کورنۍ سره  کتنه د خوشالۍ وړ وبلله او   دوي ته ئې په خطاب کې وفرمائيل؛ تاسو د  مجاهد حقیقي فی سبیل ا... یاستئ او هیله مند یوو چې خپل مجاهدت ته دوام ورکړئ.

د نیجریه د  اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزکي  او دهغه ماندنې  هم په دغې کتنې کې  په دغې کتنې ډيره خوښي وښودله او  خپل احساسات ئې نه بیانونکي وبلل او  وې وئيل، هیله مند یوو   د جناب عالی په دعاګانو  او د مسلمانانو په هڅو اومجاهدتونو سره ، اسلام ورځ تر بلې لاپراختیاومومي.

https://iqna.ir/fa/news/4175192

captcha