IQNA

د غزې په ضد د جنګ قوماندانی له امریکا سره ده

7:13 - October 23, 2023
د خبر لمبر: 3488155
ایکنا-(غزه) د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس له فلسطینه په بهر کې مشر په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دغزې په ضد  اوسنی جنګ دامرکیا په قوماندانۍ سره کیږي او موخه ئې ، دحماس غورځنګ له مینځه وړل دي.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ،له فلسطینه په بهر کې د حماس مشر خالد مشعل  ووئيل، د غزې پّ ضد داسرائيلو اوسنی جنګ  د امریکا دمتحده ایالاتو په قوماندانۍ سره ترسره کیږی او موخه ئې د حماس  غورځنګ او دهغو خلکو له مینځه وړل دي چې ملاتړي ئې دي.

هغه زیاته کړه ، صهیونیسټي دښمن دغزې او حماس  په نابودۍ پسې دی خو دخداوندمتعال په مرتسې سره  به هیڅکله هم په دې سپيرې موخې کې بریالي نشي.

مشعل ټينګار وکړ، په پرله پسې پنځو جنګونو کې کلک مقاومت مو کړی دی  او د فلسطین ملت او مقاومت به بیا هم بریالی وي.

په بهر کې دحماس غورځنګ مشر  دصهیونیسټانو وح شي ډوله جنایتونو ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د صهیونیسټانو په وروستیو حملو اوجنایتونو کې  په غزې کې پنځوس کورنۍ په بشپړډول قتل عام شوی دي.

خالد مشعل ووئيل، الاقصی جومات له مونو ټولو سره اړونده  او دمونږ  عزت او لوړتیا او ویاړ دی  او له دې پرته  به امت هیڅ ارزښت ونه لري . اوس  جهاد واجب شوی دی.

د حماس غورځنګ دغه مشر  زیاته کړې ، ددباؤنو په اندازې پوهیږو،خو  له نیواکګر او وحشی دښمن سره به په مقابلې کې  پخپلې دندې عمل کوو. هغه  ووئيل، الاقصی جومات د درست امت په غاړه  یو امانت دی او ټول دنده لري څو ورڅخه دفاع وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4177142/ 

captcha