ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان تیر خارجه وزیر او د پيپلز ګوند مشر بلاؤل بهټو زرداري په یولړ څرګندونو کې له دغه هیواده د افغان کډوالو په زوره د ایستلو په سیاست باندې په نیوکې سره وویل چې پکار ده د ترهګرو او عامه خلکو ترمینځ فرق وشي.
د پاکستان د پيپلز بارتۍ مشر بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کښې خبریالانو ته وویل: افغانستاني کډوال باید د تحریکِ طالبانِ پاکستان ترهګرې ډلې د خوځښټونو قرباني نه شي.
بلاول زیاته کړه چې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو په لړ کښې یې د هیواد د موقته حکومت سیاست بشپړ نه دی او باید اصلاج شي.
د پاکستان موقته حکومت د نومبر له اولې نیټې څخه د لکونو افغان کډ،الوپشمول ټولو غیر قانونی پناه غواړو د ایستلو عملیات پيل کړي دي.
داپه داسې حال کې دي چې په پاکستان کې دغیر قانوني کډوالو د ویستلو فیصلې د دغه هیواد او د افغانستان د طالبانو دحکومت اړیکې سره خړې پړې کړي دی،افغان طالبان وائي باید په زوره دافغان کډوالو ویستلو څخه ډډه وشي ځکه د دوی د ځاي په ځای کول و خت غواړي او د بې وځله کډوالو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې هم دومره نه دي چې په یوهیړ دټولو کډوالو ضرورتونه پوره کړي .نړیوالو تولنو هم له پآکستانه د غیر قانوني کډوالو د ویستلو په رودې ډيرې نیوکې کړي دي.