IQNA

جهاد او مقاومت له مستکبرانو سره د اسلامی امت دمقابلي یوازینی لاره ده

6:46 - November 15, 2023
د خبر لمبر: 3488272
ایکنا -(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر ټینګار وکړ، اسلامی امت باید د جهاد د روحیې په پياوړتیا سره په مسلمانانوکې د دښمنانو د رعب او وحشت د خوریدا ځواب ورکړي.

ایکنا نیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ  رهبر ، دغزې په وړاندې د زیاترو اسلامی او عربی هیوادونو په کمزوري کړچار په سختو نیوکو سره ووئيل دغه هیوادونه  د فلسطین له مظلوم ولس سره  د مرستې لپاره هیڅ جدي اراده نه لري.

 المسیره خبری چینل راپور ورکړی، د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د فلسطین د مظلوم ولس  د هغو مشکلاتو په  وړاندې د څه دپاسه یو میلیارډ مسلمانانو  دریځونه ډير کمزوری دي  چې څه دپاسه اویا کلونه کیږي،  ورسره لاس او ګریوان دي.

الحوثي دې ته په اشارې سره چې غزه په جوماتونو ،ښونځيو ،روغتونونو او کلیساګانو کې د خلو له ډله ایزې او عامې وژلې سره مخامخ ده ،روښانه کړه دغزې غمیزې  دفلسطین دملت د مظلومیّت  د اندازې ښودنه کوي.

د یمن  دانصار الله غورځنګ رهبر ددې خبرې په کولو سره چې  غزه د عربی اسرائيلي کلابندۍ له کړاؤنو سرټکوي ،روښانه کړه،  ګاونډي هیوادونه په جدي توګه هڅه نه کوي ،  دغزې خلکو ته خواړۀ او درمل  ورسوي. الحوثي  په دوام کې پر عربی هیوادونو په سختو نیوکو سره ووئیل، دغه هیوادونه غواړي ، غزه  دمجاهدینو له لاسه وباسي او  د صهیونیستي وحشي اوتیریګر رژيم په  کنټرول کې ئې ورکړي ، غزه خو لاپریږده  چې حتی  په  لویدیځي غاړې باندې هم د مسلط کیدا جوګه نه دي. هغه روښانه کړه ،  د عربیّت ، د عربو بیرغ او  دعربو غیږې په شمول  درست عنوانونه سره پاښل شوي دي  او  دغزې د ملت په وړاندې ئې هیڅ اقدام  نه دی کړی . له بل پلوه  امریکا ،انګلستان او فرانسې  دغزې په ضد   په جنګ کې  له اسرائیلو سره  په میلیارډونو ډالرو مرستې کړي دي او دهغوي ټوله وسلې تامینوي زیاته کړه  دیمن خلکو  هم له هماغه لومړنیو شبو ورځو  څخه د فلسطین له ملت او مقاومتي چورلیزه  خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4181858

captcha