IQNA

ناپیژاندو کسانو د روم په جومات په حملې کولو سره د قران سپکاوې وکړ

8:02 - March 20, 2014
د خبر لمبر: 1389044
نړیواله ډله: د ناپیژاندو کسانو یوې ډلې د اټلی د روم ښار سره نږدې په «صلح» نومې جومات حمله وکړه د دې جومات د ړنګولو په ترڅ کې قران هم اوور ته واچول.

د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «Islamophobia Watch» یې نقلوی چې د دې پیښې وروسته د اټلی ځینو چارواکو د بیانیېی په صادرولو مسلمانانو سره د خپل پیوستون اعلان وکړ او دغه سپکاونکی کار یې په کلکه محکوم کړ.
د روم ښار ولسوال هم د یوې بیانیې په خپرولو سره له دې ښار امنیتی ځواکونو وغوښتل چې د دې حملې عاملان دې زر تر زره ونیسی او محکمې ته یې وړاندې کړی.
په اټلی کې نږدې اوولس لاکه مسلمانان میشته دی چې پکښې شل زره هم نوی مسلمانان دی.
خو په افسوس سره چې په اټلی کې اسلام یو رسمی او سرکاری مذهب په توګه نۀ شی پیژندلې.
1388920

بچوې: قران ، سپکاوې ، اټلی
captcha