IQNA

د روس قرآنی نړیواله مقابلو لپاره د ایران استازی وټاکلې شو

22:28 - September 02, 2015
د خبر لمبر: 3357550
نړیواله ډله: د ایران له اړخه به «موسی معتمدی» د روس قرآنی نړیواله مقابلو کښې ګډون لپاره وټاکلې شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روس قرآن نړیواله مقابله د ۱۶مهر نه د دغه هیواد مفتیانو په مرسته پیل کېږی او موسی معتمدی چې د ټول قرآن حافظ دی د ایران له اړخه به په دې مقابلو کې ګډون کوی.

دا مقابلې به د قرآن کریم تلاوت او حفظ برخه کې پیل کېږی، چې یو کال به د قرائت برخه کې او بل کال به د قرآن حفظ برخه کې پیل کېږی.

د تېر کال مقابلو پیل کېدو ته توجه سره چې د قرائت برخه کې پیل شوی وو دې کال مقابلې به د حفظ برخه کې پیل کېږی او موسی معتمدی د ټول قرآن حافظ د ایران له اړخه به دې مقابلو کې شتون لری.

موسی معتمدی په کال ۱۳۶۷ باندې قم ښار کې زېږېدلې وو، چې په کال ۱۳۹۲ کې د قرآن کریم سراسری مقابلو کې د ټول قرآن حفظ برخه کې دویم مقام ترلاسه کړی وو، خو د هغې نه پس یی هیڅ یو مقابلو کې ګډون نه دې کړی  او دې کال د روس قرآن نړیواله مقابلو لپاره وټاکلې شو.

تېر کال د روس قرآن نړیواله مقابلو کې مهدی غلام نژاد د ایران له اړخه ګډون کړی وو چې د قرائت برخه کښې یی دویم مقام ترلاسه کړی وو.

همدارنګه د ایران نړیواله قاری امین پویا، د روس مقابلو کې ړومبۍ مقام ترلاسه کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3354049

captcha