قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د SBS خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا د ړندو اسلامی سازمان د رمضان المبارک په څلورمه هفته کې د بریل خط قرآن کریم چاپ کولو چې په رمضان المبارک کې ړانده د قرآن له تلاوت نه پاتې نشي اقدام وکړو.
دا نسخه د کوالالمپور ښار د دغه سازمان په دفتر کې چاپ کېږي او بیا به د زړه روښانه کسانو کورونو ته لېږلې کېږي.
د مالیزیا ځنې شرکتونه د پیسو ورکولو او زکواة ورکولو سره د دې سازمان په دې نسخه چاپ کولو کې مرسته کوې.
د ړندو اسلامی سازمان(PERTIM) په کال ۱۹۹۶ کې جوړ شو او دا یواځې یو سازمان دې چې د بریل قرآن چاپ کولو اجازت د مالیزیا د حکومت له اړخه لري.