قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thenews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان لال کرتۍ جامع جومات امام او د دیوبند مذهبي ډلې ستر عالم وویل: غواړم دا کال له ۱۵ فروري ۲۰۱۷ نه تر ۱۵ فروري ۲۰۱۸ پورې د دې کال نوم امام زین العابدین علیه السلام په نوم وټاکم.
د امام زین العابدین علیه السلام د زوکړې مناسبت سره د دې کال نوم امام زین العابدین علیه السلام ټاکلو سره ۱۵ فروري(۲۷بهمن) نه تر سبا پورې د زوکړې مراسم پاکستان کې پیل کېږي.
د امام حسین علیه السلام مرکزي ګوند مشر او مذهبی فعال او پوهاند غضنفر مهدی وویل: د پاکستان له زرو نه زیات عالمانو او روحانیانو د امام زین العابدین علیه السلام د زوکړې مراسمو کې ګډون وکړو.
هغه زیاته کړه: د امام زین العابدین علیه السلام د شعرونو په اړه کتاب چاپ کېږي.
د پاکستان هیواد کې شیعیان، د پام وړ لرونکې او فعال اقلیت دي چې د دغه هیواد د ټول ولس ۲۰٪ شمېرلې کېږي، شیعیان د دغه هیواد په ځمکه کې خپور دې چې د پاکستان ځنې ولایتونه، ښارونه او کلو کې شیعه ولس استوګنه دی.
د امام علی بن حسین بن علی بن ابي طالب علیهم السلام، چې د سجاد او زین العابدین نوم سره مشهور دي د مشهور روایت له مخې په کال ۳۸ هجری ۵ شعبان باندې او د دویم روایت له مخې په کال ۳۶ هجري ۱۵ جمادی الاول باندې زېږېدلې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3574792