قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان جنګ ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان دروند عالم مولوي محمد خان شیراني د پاکستان بلوچستان ولایت باګ سیمې تعلیم القرآن مدرسه کې جوایز ورکولو مراسمو کې ډله ډلبندۍ او افراط په سختي سره محکوم کړو او څرګنده یی کړه: داعش او طالبان له نورو لپاره جنګېږي او د اسلام او جهاد په نوم باندې په اسلام هیوادونو کې فساد او وینه بهوې.
هغه وویل: د ترامپ را تللو سره په نړۍ کې جنګونو یو نوې شکل ترلاسه کړي او د ډله ډلبندۍ جنګونه شورو شوي.
مولوي شیرانی څرګنده کړه: امریکا غواړي د عربي او غربي هیوادونو په مرسته د مسلمانانو ولسو ترمنځه ډله ډلبندي پیدا کړي او جنګ شورو کړي.
هغه تاکید وکړو: هغه وخت رسېدلي چې خپل دښمن وپېژندو او د دښمن په تبلیغاتو باور ؤ نکړو، ځکه چې دا به اسلامی نړۍ سره خیانت وي.