IQNA

د قرآنی مقابلو پاکستانی داور:

د عبدالباسط شاګرد وم / د ایران قرآنی نړیواله مقابلو نه د الګو اخیستلو ضرورت

0:21 - April 27, 2017
د خبر لمبر: 3480493
نړیواله ډله: عبدالباسط زما استاد وو، ما مستقیم له هغه نه زدکړه کړې او هغه کس وو چې د قرائت په برخه کې انقلاب راوستلي وو او ټولو نه یی د قرآن کریم د قرائت هنر ور وښود، ما له ۵۰ کالو نه ځان قرآن ته وقف کړي او د قرآن ښودنې او زدکړې لپاره می سختي تېرې کړي.

د پاکستان مشهور او وتلې قاری سید صداقت علی او د ایران قرآنی نړیواله مقابلو ۳۴ دوره کې د قرائت برخې داور قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې وویل: زما لارښودنه د هغه کسانو لپاره چې غواړې د قرآن قرائت زدکړې دا ده چې د قرآن له ایران، مصر او د نورو اسلامی نړۍ وتلې قاریان واورې او خامخا یو قرآنی استاد ولرې.

دې پاکستانی داور وویل: باید هره ورځ تمرین وکړې او خپل اواز دې ضبط کړی او بیا دې واورې او د خپل ضعف او قدرت دې پخپله داوری وکړې او هر ځای کې چې د نور کار کولو ته اړتیا لرې په هغې د کار وکړې.

هغه زیاته کړه: تېر ۵۰ کاله زما هم دا طریقه وه او د یو قاری په توګه می ټولې نړۍ ته سفر کړي.

صداقت علی وویل: محمد عبدالصمد عبدالباسط زما استاد وو، ما مستقیم له هغه نه زدکړه کړې او هغه کس وو چې د قرائت په برخه کې انقلاب راوستلي وو او ټولو نه یی د قرآن کریم د قرائت هنر ور وښود.

هغه زیاته کړه: ما له ۵۰ کالو نه ځان قرآن ته وقف کړي او د قرآن ښودنې او زدکړې لپاره می سختي تېرې کړي.

د ایران قرآنی نړیواله مقابلو نه الګو اخیستلو ضرورت

هغه په پاکستان کې د قرآن مقابلو په اړه وویل: مونږ پاکستان کې د محلي او ملي په سطح قرآنی مقابلې لرو خو ولی نړیواله مقابلې نه لرو او زه جدیت سره هڅه کوم چې خپل هیواد کې هم نړیواله قرآنی مقابلې پيل کړم.

پاکستانی قاری وویل: البته اسلامی اخترونو او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې اختر باندې نړیواله قاریان دعوت کوو د ایران قرآنی نړیواله مقابلو کې د خپل شتون په اړه یو ستر راپور می د پاکستان چارواکو ته لېږلې او له هغوي نه می غوښتنه کړې چې د اسلامی ایران نه الګو اخیستلو سره په پاکستان کې هم دارنګه مقابلې پيل کړي.

صداقت علی د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کوې او د پاکستان د حکومت له اړخه په قرآنی هنر کې د عالی جایزه لرونکې هم دی. هغه د پاکستان د سنا غونډې او د پارلمان قاری هم دی. همدارنګه ۲۵ کالو نه د پاکستان په راډیو او ټلویزون کې د قرآن کریم د ښودنې پروګرامونه هم پيل کوې، او«۱۰ دقیقې د ماشومانو لپاره» د هغه د قرآن د تدریس یو پروګرام دې.

صداقت علی وویل: کلونه مخکې، د ایران قرآنی مقابلو په دوه دورو کې می ګډون کړي چې فکر کول په کال ۱۹۸۹ او کال ۱۹۹۱ کې وو، او په هغه مقابلو کې می دویم مقام ترلاسه کړې وو او اوس ۲۶ کاله پس د داور په عنوان سره دلته شتون لرم.

هغه زیاته کړه: ما د داور په توګه نورو ډېرو هیوادونو لکه لیبی، امارات، کویت، اندونزیا و مالزیا کې هم ګډون کړي.

صداقت علی وویل: په کال ۱۹۶۰ کې د مالیزیا قرآنی مقابلې پيل شوي وې او بیا په لیبیا، مصر، ترکی، الجزایر او نور ډېر ملکونو دا رنګه مقابلې شورو شوې خو ولی زه فکر کوم چې د ایران قرآنی مقابلې له نورو ځینو هیوادونو نه ډېرې ښه دی.

ایرانی قاریان د نړۍ ترټولو ښه قاریانو کې شمېر دی

هغه زیاته کړه: ډېر شتون لرونکې او مقابلو ته ښه نظم او ضبط ورکول د ایران قرآنی مقابلو پیاوړي ټکي دی، البته زما په نظر هیڅ کار ښه نه ترسره کېږي مګر دا چې د حکومت او سامانونو همکاري وې او ایران کې ټول سازمانونه سره یو ځای په ښه توګه مقابلې پيل کوي.

صداقت علی زیاته کړه: د ایران اسلامی انقلاب نه ورستو، د قرآن خپرولو لپاره ډېرې هڅې ترسره شوی، ایرانی ګډون کوونکې هم عالي دی، ایرانی قرآن مقابلو کې محصلان ډېر خوارې کوي.

صداقت علی وویل: زه یقین سره وایم چې ایرانی قاریان د نړۍ ترټولو ښه قاریانو کې شمېر دی.

صداقت علی زیاته کړه: زه همېشه دا فکر کوم چې قرآن ته څرنګه وده ورکړو، چې هر ځوان د دې اسمانی کتاب ته جذب شی، او قرآن سره اشنا شی او څرنګه د دې کتابی ښودنې په نړۍ کې خپرې کړو.

هغه وویل: قرآن یواځې یوه داسې لاره ده چې ټول مسلمانان پرې متحد کېدلې شي، قرآنی کانفرانس، قرآنی مقابلې او هر هغه څیز چې قرآن سره تړلې وې د مسلمانان اتحاد کې مرسته کولې شي. مسلمانان وظیفه لري چې قرآن له وده ورکړې ځکه چې مونږ یو کتاب لرو او یک امت یو او هم دا له ښه مرغه دا د دې قرآنی مقابلو شعار هم دې او باید د شیعه او سنی ترمنځه او د نورو مسلمانانو ترمنځه فرق نه وې مونږ ټول د یو کتاب منونکې یو.

http://iqna.ir/fa/news/3592746


captcha