قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Astro Awani» ورځپاڼې نه په نقل، جعفر عبدالرحمن، د اندونیزیا هیواد مشهور قاری او د قرآن کریم استاد د سوره ملک تلاوت ضبط کولو حال کې ناڅاپه مړ شو.
مونږ هیڅکله له خپل مرګه خبر نه یو او د قرآن کریم د وینا چې د مرګ وخت یو راز دی چې یواځې الله پرې خبر دی، د دغه اندونیزیا د استاد د مرګ وخت د سوره ملک دویم آیت قرائت کولو په حالت کې چې هم دغه موضوع ته اشاره کوي راپېښ شو، او دغه ویډیو په مجازی فضا کې خپره شوه.
هغه د مرګ په وخت د سوره ملک د دویم آیت«الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ: هغه ( الله ) چې پيداكړى يې دى موت مرګ اوحيات ژوندون لپاره ددې چې وازمويي تاسې چې كوم يوله تاسې ډيرښه دى دعمل له مخې ( چې دركړى تاسوته جزاء داعمالو). اوهمدغه ( الله ) ښه غالب قوي دى ډيرمغفرت كوونكى دى» تلاوت کولو او ورو ورو یی آواز ضعیف شو او بې هوښه شو.
جعفر عبدالرحمن څو دقیقې ورستو خپله سا ورکړه.
عبدالرحمن د اندونیزیا له دینی مشهورو شخصیتونو نه وو چې ښکلې قرائت باندې مشهور وو او زیات مینه لرونکې لرل.
د اندونیزیا دا قاری په څلورم اردیبهشت باندې له نړۍ سترګې پټې کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3593471