قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «رویترز» خبرونو نه په نقل، د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو عالي کمشنر فیلیپو ګراندی، پرون ۱۶ تیر میاشته د تایلینډ مرکز په بنکاک کې خبریالو ته وویل: د برما د مسلمانانو ټولنې ته تابعیت حق ورکولو لپاره هڅې مهمې دی، دا هغه حق دې چې د کلونو رسې له هغې نه محروم دي.
ګراندی یوه ورځ د میانمار کتنې نه ورستو د برما د حاکم حزب مشر«آنگ سان سو چی»، سره او د روهینګیا د اقلیتی مسلمانانو راځین ولایت کې له «سیتوه» او«مائونگدا» ښار نه کتنه کړي ده، چې په دغه کې یی د روهینګیا مسلمانانو په برما کې د تابعیت ورکولو لازموالی باندې خبرې کړې.
ګراندی همدارنګه د راخین سیمه کې« پانګه اچونه ته پراختیا ورکولو» لازموالی باندې د میانمار ترټولو غریب ولایت په عنوان سره تاکید وکړو.
د برما پولیس او ځواکونه د روهنیګیا مسلمانانو په قتل او بریدونو باندې تورن دی چې دلیل یی د میانمار تابعیت نه لرل ذکر کړې که څه هم دا مسلمانان له کلونو رسي او نسل در نسل په دغه هیواد کې مېشت دې.
د روهینګیا مسلمانان له کلونو رسې دغه ځپلو سره مخامخ دی په دغه اخته دی، د دې دینی خلاف د زور زیاتي يو نوی څپه په کال ۲۰۱۶ اکتوبر میاشته کې شورو شوې وه چې په نتیجه کې یی یو زیات شمېر مسلمانان مړه او نور ډېر کسان له دغه هیواد نه نامعلومه ځایونو ته تېښته کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3616300