قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Austin Daily Herald ورځپاڼې نه په نقل، د بلمینګتون ښار دارالفاروق جومات مخې ته په سلګونو خلکو غونډې کې مسلمانانو سره د پیوستون اعلان وکړو.
دا پروګرام د قرآن کریم قرائت سره شورو شو او له دې نه پس یو شمېر سیاستدانو، د ټولنې لارښودو او مسلمانو لارښودو تقریرونه وکړل او په دغه کې یی دا چاودنې محکوم کړې.
د دار الفاروق جومات کې چاودنه نه ورستو خلک په منظم ډول جومات ته ځې، او خپل هېوادوالو لپاره پیغامونه پرېږدي او له هغوي سره کتنه کوې چې هغوي ته په خپل حمایت تاکید وکړي.
دا پېښه د خلکو ترمنځه او د مختلفو دینو د مسلمانانو سره د اتحاد سبب ګرځېدلې ده.
همدارنګه یو زیات شمېر مبالغ د جومات سره مرستې لپاره راټول شوي.
د شنبې په ورځ یو ماین د دارالفاروق اسلامی مرکز جومات دننه را واچولې شو، د دغې بم چاودنې سره د جومات عمارت ته نقصان ورسېدو، خو ولی ټولو لمونځ کوونکې چې په کمره کې یی د لمونځ تیارې کولو هیڅ زیان ؤ نه لیدو.
دا بم اچونه دې ته اشاره کوې چې د امریکا د مسلمانانو ویره او اضطراب په اخیره دوه کالو کې د اسلام خلاف جرم او په تېره بیا د ترامپ را تللو سره زیات شوې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3629217