قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قطر خیریه موسسه غواړې د بریل خط قرآن کریم چې مصحف بصرت نوم سره پېژندلې کېږي او بریل خط لړ لیک لرې، غږیز برقي قلم لري چې زړه روښانه د آیت خوښولو نه پس له دغه قلم اېښودلو سره اورېدلې شي د یو مالیزیا شرکت چې له کال ۲۰۱۳ نه بازار ته را وتلې، همکارۍ سره پیل کوي.
په دې قرآنی محصول کې چې د نړۍ د مشهور قاریانو تلاوت اورېدلو امکان هم لري د معنی پېژندنه، د آیت شان نزول او مختلف متون ترې هم اورېدلې شي.
د قطر خیریه موسسه د دې قرآنی محصول اهمیت په اړه او په اسلامی نړۍ کې د ۳۵ ملیون زړه روښانه کسانو شتون سره د د قرآن کریم د بریل خط څلور زره نسخې د تونس، ترکی، برېتانیا او د مغرب هیوادونو په زړه روښانو کې وېش کولو اعلان کړي.
دې موسسې زیاته کړه: د دې قرآن د تولید زیات خرڅ او د زړه روښانو زیات شمېر، ډېر له دې محصول استفاده کولو نه محروم دي.
د قطر دغه خیریه موسسه له کال ۲۰۱۴ نه تر اوسه د قرآن کریم د بریل خط ۶ زره نسخې د مصحف بصیرت په عنوان د اندونیزیا، سوډان، بنګلادېش او قطر زړه روښانو ترمنځه وېش کړي.
د اکتوبر میاشتې ۱۵ هر کال چې ۲۳ مهر سره سمون لري د زړه روښانو لپاره د سپینې امسا ورځ عنوان سره جشن پيل کېږي چې په دغه جشن کې د ټولنې دغه با همته او هڅه کوونکې لمانځلې کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3652747