IQNA

په کراچۍ کښې د شیعه او سنی قرآنی روزنو ورکشاپ ته یو نظر

7:27 - February 07, 2018
د خبر لمبر: 3481029
نړیواله ډله: د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ایران کلتوری سازمان په همت سره د قرآن کریم معلمانو او استادانو روزنې ورکشاپ د شیه او سنی ۵۰ قرآنی فعالو سره په دغه ښار کښې پيل شو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، دا ورکشاپ د دې کال بهمن میاشتې په پنځم تاریخ د «قرآنی روزونکې او استادان» عنوان سره په ایران کلتوری سازمان کښې پیل شوه د پاکستان قاری امتیاز علی او قاری رحمت الله د دې روزنې ورکشاپ استادان وو.
د کراچۍ ورکشاپ د قرآن کریم د آیتونو تلاوت سره شورو شو او په ادامه کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد رضا باقري، راتلونکو ته په خیر راغلې وکړو او له استادانو نه یی مننه وکړه.
هغه د قرآن کریم د یادولو ضرورت او اهمیت په اړه څرګنده کړه: د بشر د ژوند په ټولو برخو کښې د قرآن کریم شتون د هغوي د دنیا او آخرت لپاره سعادت دي، او دا موضوع د اسلامی تاریخ په اوږدو کښې مونږ مشاهده کولې شو، مسلمانانو د اسلامی تاریخ په دورو کښې د قران کریم او د دغه الهي کلام قېمتي مفکورو او علمونو سره مانوس وو او هم دا سبب وو چې سترې ګټې او بریالیتوب ترلاسه کړي وو او کله چې له قرآن کریم نه یی ډډه وکړه نو له ستونزو سره مخامخ شو.
باقری زیاته کړه : به ایران کښې د اسلامی انقلاب نه ورستو قرآني علمونو ته په ځانګړې توګه توجه شوي او زیات شمېر ایرانی قاریان او حافظان د نړۍ به مختلفو مقابلو کښې ګډون کوي او مقامات تر لاسه کوي.
هغه څرګنده کړه: مونږ د اسلامی نوې تمدن په شورو کېدو کښې ژوند کوو، او زه اعتقاد لرم چې که مسلمانان د قرآنی تعلیماتو سره متمسک شي نو پرمختګ به وکړي.
د ایران کلتوری سازمان د مشر تقریر وړاندې کولو نه ورستو په کراچۍ کښې د سهار لسو نه د مازديګر پنځو پورې کلاسونه شورو شو او په څلورو درسي موضوعاتو کښې ادامه ولرله.
د دې راپور پر اساس، استادانو د عربی صحیح تلفظ، د اعراب سم استعمال، د قرآن کریم تجوید په اهمیت او ضرورت او د قرآن کریم ټیک لوستلو باندې کار سره سره د قرآن کریم د قرائت ضرورت او اهمیت بیانولو سره د قرآن کریم د ځنې سورتونو قرائت تمرین هم وکړو.
هغوي همدارنګه په دوره کښې د ګډون کوونکو پوښتنو ځوابونو سره د قرائت او تجوید غلطي هم صحیح کړي.
د ورکشاپ په پایی کښې د ایران کلتوری سازمان د مشر له اړخه په دغه ورکشاپ کښې ګډون کوونکو ته سند ورکړي شو.
http://iqna.ir/fa/news/3688717
captcha