قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Hespress.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا قرانونه چې د قرائت قلم لري، د امارات مودة موسسې او د مالیزیا تسنیم موسسې ګډون سره د مراکش اړیکو او کلتور وزارت او د ړندو نه حمایت کوونکې موسسې عیون په حمایت سره جوړېږي.
دا قرآن چې د قرآن کریم آیتونو قرائت قلم ورسره دی د رباط ښار ملي کتابتون له اړخه وېش کېږي.
د مراکش حکومت ویناوال او مدنی ټولنیزې او د پارلمان سره اړیکو وزیر مصطفی خلفی، د دې قرآن کریم وېش کولو په مراسمو کښې وویل: دا قرآنونه، د ټولنې دې کسانو لپاره د قرآن کریم قرائت نوې ټکنالوژي سره وړاندې کوي.
هغه په ادامه کې د ځانګړې انجمنونو هڅو او په تېره بیا د زړه روښانه کسانو نه د حمایت انجمن عیون چې دا محصول یی جوړ کړي نه ستاینه وکړه.
ابراهیم یعربی، د اماراتو موسسې غړې هم په دې مراسمو کښې وویل: دا نوښت، د قرائت قلم سره د قرآن ۵ زره نسخو تولید چې د زړه روښانه او کم نظر لرونکو لپاره دي.
http://iqna.ir/fa/news/3691260