IQNA

د پاکستان ملی ورځ دې ټولو پاکستانیانو ته مبارک وي

12:15 - March 23, 2022
د خبر لمبر: 3485577
 تهران (ایکنا) -د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم   په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

 ایکناخبری آژانس د صداو سیما له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یوه پیغام کې د پاکستان د ملی ورځ په مناسبت  ددغه هیواد ولسمشر لومړي وزیر  او درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي  ووئيله .

ابراهیم ریئسي  د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي ته پخپل پیغام کې  د دواړو ګاونډیو او دوستو هیوادنو په ښو اړیکو  د خوښئ په ښودلو سره  هیله  کړې چې خپل مینځۍ اړیکې  او ملګرتیاوې لازیاتې پراخې او پیاوړي شي .

  د ایران  ولسمشر همداراز د پآکستان لومړي وزیر  عمران خان ته هم پخپل پیغام کې   دپاکستان حکومت او درست ملت ته د ملی ورځې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره  هیله وښودله چې  د ایران د اسلامی جمهوریت اوپاکستان د ورورولۍ او  دوستانه اړیکې ، د دواړو ملتونو د دګټو د تامینولو  او په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو دمسئولانو دملګرتیا او  یوه زړتوب  په سیوري کې  لاپراخې شي . 

 د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم   په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

https://www.iribnews.ir/

captcha