IQNA

د ایران د قرآن نړیوال نندارتون په شنبې ورځې افتتاح کیږي

15:42 - April 14, 2022
د خبر لمبر: 3485683
تهران(ایکنا) – د ایران د قرآن کریم د نړیوال نندارتون پرانیسته د وري د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د فرهنګ او اسلامی ارشاد  د چارو د وزیر په شتون سره دتهران د اما خمیني دمصلی په اصلي هال ترسره کیږي .

ایکناخبری آژاس راپور راکړ، د قرآن کریم د نهه ویشتم  نړیوال نندارتوند  وري د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه د تهران په مصلی کې مازدیګر پنځه بجې د قرآني ټولنې د یوشمیرمدیرانو، د موسیسو د مدیرانو  په شتون سره  او د ایران  د اسلامي حمهوریت د  اسلامی ارشاد او کلتور د چارو د وزیر په وینا سره د روغتیائي پروټوکولونو په بشپړ رعایتولو سره ترسره کیږي.

دغه دستورې د اسلامی ایران د قرآن کریم د  اته دیرشمو سیالیو د لومړي ګټونکي هادي موحد امین په تلاؤت سره پيلیږي  او په دوهمې برخې کې به د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر ویناوکړي .

همداراز مداحان به د اهل بیت او قران کریم د ځانګړنو او توصل په باب شعرونه  او مداحي وړاندې کړي  او دغه راز به یو ویډیوئي فلم هم په سکرین نندارې ته وړاندې شي . وئیل شوي  چې له دغو دستورو سملاسی وروسته به  له پنځوبجو د شپې تردولس بجو پورې  او قدر په شپو کې هم تر لس نیمو بجوپورې د عامو خلکو نندارې ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4049288/

captcha