IQNA

په عربستان کې د ماډرن مریّتوب د دودیدا اوچ (مقاله)

16:35 - December 29, 2022
د خبر لمبر: 3486672
ایکنا-(تهران)که څه هم په عربستان کې له ۱۹۶۴کال راهسې مریَتوب په رسمي توګه منع شوی،خو په دغه هیواد کې ډیری بهرني کارګران دمګړئ د مریّونو په شان په شرائطو کې ژوند کوي او مستند راپورونه خپریږي چې ښئ،په دغه هیواد کې بهرني کارګران له حده زیاتو کارونو،ستړیا،شکنجې او حتی له اوبو او خواړو څخه د محرومیدا په څير له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د انګریزي ژبې ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، د بشری حقوقو  او رګانونو او نړیوالو ادارو له خبرداریو سره سره ، په عربستان کې  د ماډرن مرَیّتوب دودیدا اوج ته رسیدلې ده.

عربستان  کابو شپږ دیرش میلیون آبادي لري چې  کابو لس میلیون ئې  بهرني کارګران جوړوي. دغه کارګران د ختیځي آسیا،پاکستان، او افریقائي هیوادونو سعودي عربستان د کارونو لپاره ورغلي دي.

 هغه نظر او کتنه چې عربستان ئې بهرنیو  کارګرانو ته کوي،له سپکاویو ډک یو نظر دی . که څه هم  په عربستان کې له ۱۹۶۴کال راهسې  مریَتوب په رسمي توګه منع شوی،خو په دغه هیواد کې ډیری بهرني کارګران دمګړئ د مریّونو په شان  په شرائطو کې ژوند کوي او مستند راپورونه  خپریږي چې  ښئ،په دغه هیواد کې بهرني کارګران له حده زیاتو کارونو،ستړیا،شکنجې او حتی له اوبو او خواړو څخه د محرومیدا په څير له مشکلاتو سره مخامخ دي.

په عربستان کې د کفالت نظام  دی چې  کارګران له عربستاني ټيکدار یا دکارون وخاوند سره اړوندیږي.که څه هم دسعودي حکومت مدعی دی د کفافت نظام ئې  لغوه کړی دی ،خو هماغه شان په عمل کې اجرائي  کیږي. سعودي ټيکداران یا اربابان  چې ځانونه د بهرنیو کرګرانو خاوندان  ګڼي ،ددوي هویّتي  مدرکونه له ځانه سره کیږدي او هغوي ته له عربستانه د بهرن  وتلو اجازت نه ورکوي. دملګروملتو د راپورونو په اساس، د کارګرانو ډپيژند پاڼو او  هویتی  مدرکونو ساتل،د نړیوالو بشری حقوقوخلاف ورزي او له کارګرانو څخه د ناوړه  استفادې  او اجباري کار اخستلو نښه ده.

پر دې سربیره، دغه کارګران باید له بدو چلندونو او شکنجې سره مخ وي او حتی میرمنې له تاؤتریخوالو او جنسي تیریو سره مخامخیږي. دبهرنیو کارګرانو حقوق  هم د عربستاني کارګرانو په نسبت ډیر  کم دي .په عربستان کې د بهرنیو کارګرانو  دکار ساعت  او وخت هم  اوږد دی او حتی په ځينو بڼو کې شپه او ورځ د ټيکدارانو یا اربابانو په اختیار کې وي.

په عربستان کې  دبهرنیو کارګرانو د پير پلور بازارتر دې حده ګرَم دی چې  حتی  په دې باب اپلیکشنونه جوړ شوي دي.

انګریزي ژبې  ټایمز ورځپاڼې  پخپل یوه راپور کې لیکلي دي، په عربستان کې د پير پلور تر ټولو زیات پلوي لرونکی  الیکټرانیکي اپلیکیشن ،په ورخې کې دبهرنیو  کارګرانو دقاچاق د زیات شمیر شاهد دی.د انګلستان دغې خپرونې  لیکلي دي، الحراج اپلیکیشن  چې  دسعودي عربستان ترټولو لوي آنلاین بازار حسابیږي،هره ورځ د کورونو د کار دخدماتو پر اجاره او خرڅونې مشتمل د سعودي ښاریزو له خوا  دلسګونو اشتهارونو د خپریدا شاهد دی چې په دغو خدمتونو کې ،پرستار یا نرسان،ډرائيوران،باغبانان او داسې نور کسان شاملیږي.

دبهرنیو کارګرانو یا لیبرانو پير پلور تردې حده دی چې په دې باب تور بازار یا بلیک مارکیټ جوړ شوی دی.ځيني عربستانیانو وئيلی دي،چې خپل خدمت کونکي د لازیاتې ګټې لپاره نیلام کوي او نورو ته ئې په ټيکه ورکوي،ځکه دوي  په ځينو موردونو کې له ماشومانو سره په ارتباط کې بلد نه وي،یا په عربي او انګریزي ژبو خبرې نشي کولی.

د بهرنیو کارګرانو وضعیّت د ځينو نړیوالو اورګانونو له نیوکو سره مخ شوی دی.څه موده مخکې دبخښنې نړیوالې ادارې،د بشری حقوقودښکاره خلاف ورزۍ په دلیل  د سعودي عربستان د رژيم په محکومولو سره،په دغه هیواد کې د کډوالو او پڼاه غواړو پر وضیعت اندیښنه څرګنده کړې ده. په دغه راپور کې راغلی دي،په عربستان کې پناه غواړي او لیبران،له خپل سري بندیکیدا،بې انصافه محکامه کیدا او شکنجو سره لاس او ګریوان دي.

 

دغه اورګان په معنادار ډول دعربستان حکومت تورن کړی ؤ چې  پر اقتصادي او تیلی سرچینو د تکیې په دلیل،په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د وضعیّت د ارزونې خنډ کیږي.په حقیقت کې وئيل کیدلی شي،د عربستانیانو اقتصادي سرچینې په دغه هیواد کې د ماډرن مرَیّتوبد بڼه موندنې عاملې دي.

captcha