د متقیانو دمولا او د مومنانو د امیر حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې او د قدر د دوهمې شپې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره بیا د ایران په اسلامی جمهوریت کې په زیارتونو او سپيڅلو ځایونو کې ولولناکې او معنوي دستورې له څو شپو راهسې دوام لري او د حضرت امام رضا او حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیهما د سپيڅلو حرمیّنو په شاوخوا کې د اهل بیت علیهم السلام مینه وال د هغوي بزرګوارانو له سیرته خپل زړونه خړوبوي او د الغوث الغوث په چغو سره د خداوندمتعال په درګاه کې خپلې غوښتې وړاندې کوي.
د روژې دمبارکې میاشتې د یویشتمې په سهار وختي د کوفې په جومات کې یوه خوارج ابن ملجم مرادی په داسې حال کې حضرت امام علی علیه السلام د سهار د لمانځه په سجدې کې ؤ په زهرجنې تورې سره ورباندې ګوزار وکړ او امام بزرګوار دوه ورځې وروسته د سخت او زهرجن ټپ وروسته د یویشتم په شپه د فزت و رب کعبه چغه یو ځل بیا پورته کړه او یتیمان یو ځل بیا یتیمان شول .
د ایکنا درست کارکونکي په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .