IQNA

هنر د معرفت او د نړیوالو غوږونو ته د قرآن د غږ د رسولو آوزار دی

7:44 - April 13, 2023
د خبر لمبر: 3487176
ایکنا-(تهران) د افغانستان یوه مشهور خطاط چې خپل آثار ئې د تهران د قرآن کریم په دیرشم نړیوال نندارتون  کې نندارې ته وړاندې کړي دي ،هنر ئې انسانیّت او معرفت او دنړیوالو غوږونو ته د قرآن د چغې د رسولو آوزار وباله.

د افغانستان یوه مشهور خطاط او خوشنویس  هنرمند محمد مهدي میرزائي چې خپل آثار ئې  د تهران په امام خمیني عید ګاه کې د قران په دیرشم نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کي دي،له ایکنا سره ئې پ خبرو اترو کې  دخپلو تجروبو په باب خبرې وکړې.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د خوشخطۍ  له هنر او ددغې حوزې  په تیره بیا له ایرانیو هنرمندانو سره آشنائي لري، ووئيل، د خوشخطۍ هنر  له قرآن کریم سره سمون خوري  او زما په عقیده خوشخطي  د قرآن  کریم  لپاره له خوشخطۍ پرته هیڅ معنا نه لري.

میرزائي دې ته په اشارې سره چې خوشخطي د فارسي د ښکلو ادبیاتو لپاره هم دغه هنر ته لاژورتیا ورپه برخه کوي، زیاته کړه ، سږکال د قرآن په نندارتون  کې توانیدلی دی له ښو علمي  کلتوري او هنري شخصیّتونو سره ارتباط ټينګ کړي.

هنر ابزار معرفت و رساندن ندای قرآن به گوش جهانیان است + عکس

دغه افغاني هنرمند چې خپل شپاړس آثار ئې دسږکال په نندارتون  کې وړاندې کړي دي، په دې باب ووئيل، په دغو آثارو کې  ئې د قرآن کریم له آیتونو څخه کابو پنځه نوي فیصدي  استفاده کړې ده او په ایران او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو،عراق ،او حتی په ملایشیا ،انډونیشیا او تیونس کې ددغو اثارو ښه هرکلی شوی دی.

مهدي میرزائي  د مسلمانانو د  هنري فعالیتونو په ترسره کیدا کې د قرآن چورلیزتوب په ضرورت ټينګار وکړ او وې وئيل، مونږ مسلمان هنرمندان پخپل ظرفیټ او توان سره، د قرآڼ چغه ، دنړیوالو غوږونو ته رسولی شو.

 

https://iqna.ir/fa/news/4133297

 

captcha