ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د آیت الله العظمی سید علی سیستاني ددفتر د اعلامیې په اساس، لکه څنګه چې د هرکس لپاره د زکواة فطرې اندازه درې کلوګرامه غله ده ، دهغو په بدل کې د روان کال لپاره پیسې هم د وړو لپاره شپیته زره تومان ، د ایرانیو ورژو لپاره درې لکه شپيته زره تومان او د غیر ایرانیو ورژو لپاره هم یو لک پنځه زره تومان ټاکل شوي دي.
له دې مخکې په قم کې د رهبرۍ د ستر مقام دفتر د روژې د مبارکې میاشتې دزکواة فطرې او کفارې د اندازې په باب اعلان کړی چې مومنان درې کلو غنم یا ورژې او یا ددوي په څير د نورو شیانو بیّه د خپلې هستوګنې له ځایه وپوښتي او د زکواة فطرې په عنوان سره دې د شرعي مقدار په اساس ورکولی شي،دغه دفتر همداراز اعلان کړی دی، په روان کال کې به ددغه مقدار غلې د بیّو پيسې به هم د رهبرۍ دفتر ډير زر اعلان کړي.
دغه دفتر همداراز د روژې دمبارکې میاشتې د روژو د غیر قصدي کفارې په باب هم اعلان کړی ، چې کفاره باید د طعام په بڼه ورکړل شي چې په روان کال کې دغه مورد د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د نظر په اساس د هرې ورځې لپاره دولس زره تومان کیږي.
د آیت الله ناصرمکارم شیرازي ددفتر د اعلان په اساس،سږکال زکواة فطره، د غنمو د بیّو په بدل کې شپیته زره او د ورژو د بیّو په اساس دوه لکه څلویښت زره تومان اعلان شوي چې مومنان د هر یوه مورد په ټاکنې کې خپل اختیار لري او هرڅه ئې چې زیات استعمال کړي وي دهغه په اساس زکواة فطره ورکولی شي.ددې په ترڅ کې د یوې روژې کفاره غیر قصدي مورد کې دولس زره تومان ده چې باید د نان په بڼه برابر او ورکړل شي، همداراز د قصدي کفارې لپاره هم اوه لکه شل زره تومان په نظر کې نیول شوي دي.
دنورو مراجعو دنظر په اساس به هم د زکواة فطرې او د قصدي اوغیر قصدي کفارې په باب اندازه هم زر اعلان شي.
https://iqna.ir/fa/news/4134232