ایکنا د پاس ټوډې له قوله راپور راکړ، له اسلام سره د هندوستان د افراطي حکومت د دښمنۍ لمنه درسي کتابونه ته هم ورسیدله. د دغه هیواد د روزنیزو او ښوونیزو تحقیقاتو ملي شورا چې د ښوونځیو او روزنیزو مرکزونو د درسي پروګرامونو د برابرولو مسئوله ده، په نوولسمې پیړۍ کښې د هندوستان په مسلمانو واکمنانو پورې اړونده برخې له کتابونو حذف کړي.
تندلارو هندوانو څه موده مخکښې په بیهار صوبه کښې هغه کتابتونه هم وسوزوه چې ۱۱۳ کاله لرغونوالی یې درلود.
د هندوستان تندلاري حکومت له درسي کتابونو څخه د مسلمان واکمنانو تاریخ لرې کړ
دغه شورا د هندسوتان د تعلیم په فیډرل وزارت پورې پیئلې ده چې د بهارتیا جنتا نومې واکمن ګوند په لاس کښې دی او د دې کار لپاره یې له ډیرې مودې راهیسې سریزې برابرولې.
د کارپوهانو له نظره، له درسي کتابونو څخه د دغې برخې لرې کول، په هند کښې د مسلمانو واکمنانو د بریاؤ بې اهمیته ښودل دي.
په هندوستان کښې تندلارو هندوان هم په جوماتونو حملې کوي او په ۱۹۹۲ کال کښې یې د شپاړسمې پیړۍ تاریخي او مشهور جومات یعنې بابري مسجد شهید کړی و.
د تندلارو هندوانو حملې یوازې د مسلمانانو خلاف نه دي بلکې د دغه هیواد عیسایان او حتی سکان ترې هم پوزې ته راغلي دي.