IQNA

قرآني سورې/73

د شپې مهال دعبادت سپارښتنه

5:52 - April 28, 2023
د خبر لمبر: 3487249
ایکنا-(تهران) شپه خاص ساعتونه دي چې د خوب او آرامښت لپاره په نظر کې نیول شوي دي ،خو هه آرامښت چې دغه ساعتونه ئې لريو لامل کیږي،. یو شمیر ورڅخه د فکر کولو لپاره یا د عبادت کولو لپاره  مخصوص کوي، او په داسې ښکاري دغه شیبې لازیاتې اغیزې لري.

د قرآن کریم  درې اویایمه سوره ؛مزمل ؛نومیږي. دغه سوره په شلو آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۹سپارې کې واقع ده.دغه سوره یوه مکي سوره او د نزول په ترتیب کې دریمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص)نازله شوې ده.

د سورې نامه له لومړي آیته اخستل شوې ده چې پیغمبر(ص)ته اشاره کوي او د هغه چا پّ معنا ده چې له ځانه جامې یا بل څه شه راتاووي څو ویده شي یا مثلا له یخنئ ځان وساتي. داسې ښکاري ،  داسلام ګران پیغمبر(ص)ته اشاره کوي چې  دمشرانو له اذیّت کونې او کړونې وروسته هغه بزرګوار د غم او کړاؤ د لیرې کولو لپاره له ځانه قالی تاؤؤ  کړي ووڅو  ترڅو شیبو آرام وکړي او  په دغه آیت کې له ؛پورته کیدا ؛(قُم) څخه مقصد ،بیدار شونه او د خداي په لاره کې هڅه کول دي.

 هغه موضوعګانې چې په دغې سورې کې مطرح شوي ،د شپې مهال عبادت او دقرآن قرائت  او د کافرانو په وړاندې مهربان شونې او د معاد په باب بحث کولود پیغمبر دعوت کول دي.

دغه سوره د اسلام ګران پيغمبر  دې ته چې د شپې مهال لمونځ وکړي،څو په دې وسیله  دهغه مسئولیّت منلو ته تیار شي چې ډير زر هغه ته ورکول کیږي. د هغه څه په اساس چې مفسرانو وئيلي دي، دغه مسئولیّت  دخداوندمتعال له خوا  قرآن کریم ترلاسه کول دي.دغه سپارښتنه نه یوازې د پيغمبرلپاره بلکې  عمومي سپارښتنه او د ټولو لپاره یو ټینګار دی چې شپې مهال عبادت کول لاقدرتمن دی؛ «إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا: مسلّماً نماز و عبادت شبانه پابرجاتر و با استقامت‌تر است» (مزمل/ 6)

 همداراز پیغمبر اکرم(ص)ته حکم ورکوي چې د دښمنانو دکړؤنکو  خبرو په وړاندې صبر وکړي او له هغو کسانو چې  هغه شاعر یا لیوانی ګڼي څنګةشي. بیا هم  دغه سپارښتنه پيغمبر ته مخصوصه نه ده او د مومنانو لپاره یوه عمومی سپارښتنه ده. دغه سوره  کافرانو ته خبرداری ورکولو او ګواښلو وروسته مومنانو ته هم حکم ورکوي، دسختیانو په وړاندې صبر وکړي.

ددغې سورې یو آیت د قرآن د سم  لوستلو د رودې په باب دی.ددغې سورې څلورم آیت کې فرمائي؛ و رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلاً:  او قرآن ټکي په ټکي ولوله . ؛ترتیل؛ په اصل کې د ؛تنظیم ؛ او ؛ښه ترتیب؛ په معنا دی  او دلته د قرآڼ د آيتونو د لوستلو معنا د شمیرلو  او منظمولو په بڼه ،د ټکو په سمه لوستلو ، د کلمو د سم بیان  او په نتیجې کې د آيتونو په مفهمونو کې  د تفکر او غور کولو په معنا دی.

captcha