IQNA

د سویډ د سفارت په وړاندې د قرآني ټولنې اعتراضیه غونډه

6:33 - July 05, 2023
د خبر لمبر: 3487579
ایکنا-(تهران)د قراني ټولنې  او د قرآن د عاشقانو ستره اعتراضیه غونډه په تهران کې د سویډ د سفارت په وړاندې د قرآن کریم د سپکاوي دمحکومیّت لپاره ترسره شوه.

د سویډ د سفارت په وړاندې د قرآني ټولنې اعتراضیه غونډهایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د دوشنبې په مازدیګر د قرآني عاشقانو او دقرآني ټولنې د  وګړو اعتراضه ستر غونډه  د دوشنبې په مازدیګر  په تهران کې د سویډ د سفارت په وړاندې  ددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې د قرآن کریم د سپکاوي په محکومیت کې ترسره شوه او د افراطیت او نفرت ا کرکې په ضد ئې شعارونه ورکړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت قرآني  فعالانو چې زیاترو ئې قرآن مجید او دګلانو  څانګې په لاسو  کې درلودې،د شعارونو په ورکولو سره ئې ،په سویډ هیواد کې له لیونتوبه ډک اقدام محکوم کړ او اعلان ئې وکړ،چې د هیواد قرآني ټولنه د شرائطو په سم درک سره ،په میدان کې کلک هوډ لري او دنړۍ له درستو مسلمانانو او خپلو خپلوانو غواړي چې له تیر وخته لازیات د قرآن کریم  د تلاؤت ، قرائت ، تدّبر فهم او په دودولو کې اهتمام وکړي.

دغه دستورې چې د قرآني فعالانو  او په تیره بیا ددغه ډګر د مخکښانو په ولولناک شتون سره  یو ځاي وې ،یو ځل بیا ئې وښودله چې  قرآنیان تل خپل ژوند دقرآن کریم په احترام کې قرباني کولو ته تیار دي.

دغه دستورې د ایران د نړیوال قاري محمد حسن موحدي له خوا د کلام الله مجید په څو آیتونو سره په رسمي توګه پيل شوه . ددغه ځوان قاري له تلاؤت مخکې په دغو دستورو کې حاضرینو په شعارونوت سره د قرآن کریم سپکاوی او غیر انساني اقدام په سخته محکوم کړ.   

كاخ بی‌بنيان سلطه استكبار را با منطق قرآنی فرو می‌ریزیم

په دوام کې دغه دستورې ،د قرآڼ  او معارفو ټيلیویژني چینل  او ریډیو قرآن په ژوندئ بڼه خپرې کړې ،د ټول قرآن  حافظې میرمن فاطمه شیرازي په سویډ هیواد کې د قرآن کریم د بې احترامي په محکومیّت کې د قرآنی ټولنې اعلامیه په نګریزي ژبه قرائت کړه.

  د محمد رسول الله مداحانو ډلې  دمداحۍ  او نعت خوانۍ اجرا ددغو دستورو نور پروګرامونه وو او په دوام کې  د ایران د قرآنی چارو مخکښ علی اکبر حنیفي هم د قرآن کریم  د سپکاوي په محکومیّت کې د قرآني تولنې  اعلامیه ولوسته.

ددغې اعلامیې د متن په یوې برخې کې راغلي دي ،نن د شیطانانو ټوله هڅه دا ده چې  داسې نه چې  ددغه الهي کلام  چغه دنړیوالو غوږونو ته ورسیږي، چې  «قُل لَّئِنِ اجتَمَعَتِ الإنسُ وَالجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأتُوا بِمِثلِ هَٰذَا القُرآنِ لَا يَأتُونَ بِمِثلِهِ وَ لَو كَانَ بَعضُهُم لِبَعضٍ ظَهِيرًا».

 او دا چې که  درسته انسالي معنوی پانګه سره یو ځاي شي ، حتی  د قرآن کریم له سورو څځه له یوې سورې سره هم برابري نشی کولی او له قرآن سره د شیطان په پله د پل کیښودونکو سرزورو او افراطي زوړپالو دغه درسته دښمني  په همدې کې ده چې  «وَنُنَزِّلُ مِنَ القُرآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحمَةٌ لِّلمُؤمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا».

https://iqna.ir/fa/news/4152287

 

captcha