IQNA

د شانګهایي ملګرتیا موسیسې په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت او افغانانو سره پر بشري مرستوټینګار وکړ

6:47 - July 05, 2023
د خبر لمبر: 3487582
ایکنا-(نوی ډیلي) دشانګهایی ملګرتیا موسیسې د وبینار له لارې سرمشریزې ګډون کونکو پخپلو ویناؤ کې له افغانانو سره بشري مرستې، افغانستان کې د ټولګډونې حکومت جوړیدل، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پرضد مبارزه او ټولو ته مساوي حقوقونه د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.

ایکنا د پژواک له قوله راپور راکړ، دشانګهائي ملګرتیا موسیسې سرمشریزې ته چې  د وبینار له لارې پرون   دهندوستان په نوي دیلي کې ترسره شوه، پخپلې پرانېستونکې وینا کې د کوربه هېواد هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد و نه کارول شي.

هغه زیاته کړه د افغانستان وضعیت زمونږ د ټولو پر امنیت اغیزشیندلی دی. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د ملګرتیاموسیسې له  غړو سره مشترکې دي. د افغانستان د خلکو د ښیرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو. 

هغه له افغانانو سره بشري مرستې، افغانستان کې د ټولګډونې حکومت جوړیدل، د ترهګرۍ او نشه یي توکو پرضد مبارزه او ټولو ته مساوي حقوقونه د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.

د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د سازمان غړي هېوادونه پر دې باور دي چې د غه موسیسه په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتنې او پیاوړتیا یو  مهم  فکتور   په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، دیموکراتیک او سوله ییز دولت په توګه د ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو نه د پاک افغانستان د جوړولو پلوي کوي.

ددغې موسیسې غړو  هېوادونو په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي

په اعلامیه کې غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهاله مېلمه پالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.

https://pajhwok.com/ps/2023/07/05

captcha