IQNA

 دسویډ د سفارت په وړاندې غونډه

بریتانوی خبریال؛وشرمیږئ چې د نړۍ ترټولو لوي کتاب سوځوئ

8:23 - July 06, 2023
د خبر لمبر: 3487584
ایکنا-(تهران) د انګلستان یو خبریال  چې په لندن کې د سویډ د سفارت په وړاندې  په سویډ کې د قرآن سوځونې باندې په اعتراضیه مظاهرې کې موجود ؤ،ددغه هیواد چارواکو ته په خطاب کې دوی داسې بې شرمه منافقان وبلل چې له نفرت خورونکو  او افراط پالو کرکیجن لږکی  له خبرو څخه  له دفاع پرته بل  کار نه کوي.

ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړ، یوه بریتانوی خبریال ، سویډ ددغه هیواد په خاورې کې د قرآن کریم  د سپکاوي داجازت د ورکولوپه دلیل  په 1930 لسیزې کې  د نازي جرمني په څير وبلل ، هغه مهال چې  کتابونه  په دې ادعا سره چې  ورانونکي دي ، یا د نازیزم مخالفې آئيډیالوجۍ دودوي سوځول ئې.

کارټر  په دغې اعتراضیه غونډې کې  چې په لندن کې د سویډ د سفارت په وړاندې جوړه شوې وه ، د قرآن کریم د سوځونې لپاره د سویډ د چارواکو  د مجوز  په ورکولو باندې په اعتراض کې ئې یوه ډیره سختې لهجې څخه ډکه وینا وکړه .

هغه د سویډ حکومت ته د یوه پیغام په لیږلو سره ووئيل ، اروپا ته د  مسلمانانو دمهاجرت او له اسلامه ستاسو غیر منطقي ویره اوناپوهي ، د عدالت او حقیقت د معنا درک کونې ته  د بې شرمه  بې توجهۍ په اساس ده. کارټر په دوام کې ووئيل، تاسو مدعی ئۍ  چې  دبیان د آزادۍ مدافعان او دډيموکراسۍ  حیرانونکي نمونه یاست ،خو  دددغې نړۍ  د پیغام او ترټولو لوي کتاب او شعر او ادبیات ،یعني قرآن کریم  سوځوئ، دنازي جرمني په شان د  کتاب او ادبیاتو نابودی دودوئ  تاسو ته شرم پکار دی وشرمیږئ.  

هغه ووئيل، واقعیت دا دی چې مسلمانانو په کافي اندازه زغملې ده ، پر مسلمانانو د اسلامی نړۍ په هیوادونو او نورو هیوادونو کې له سپکاویو او یرغلونو سره مخ دي او په لویدیځي هیوادونو کې د مسلمانو میرمنو له سرونو سکارف اوحجاف په زوره  غورځول کیږی.

د  بریتانوي خبریال کارټر څرګندونې په پراخ ډول په ټولنیزو چینلونو کې خپرې شوي او کارؤنکو د مسلمانانو  او دهغوي  دمقدساتو په سپکاویو کې د سویډ او نورو لویدیځي هیوادونوپه چارواکو باندې په نیوکو کې د   هغه سختې لهجې  څرګندونې ستایلی دي.

https://iqna.ir/fa/news/4152711

captcha