IQNA

د غزې په بوږنونکی پیښې د پاکستان کرکت ملی لوبغاړو همدردي ښودلې او فلسطینی بیرغ ئې پوسټ کړ

8:07 - October 19, 2023
د خبر لمبر: 3488134
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان دکرکټ ملی ټيم لوبغاړو د فلسطین په غزې کې د اسرائيلو روانو جنایتونو په ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ او همدردئ کې  په ټونلیزو چینلونو کې پیغام خور کړ او له فلسطنیانو سره ئې پيوستون اعلان کړ.

ایکنانیوز د اردو برخې له قوله راپور راکړ،له ټیرو  څو ورځو راهسې چې  وحشي صهیونیسټي پوځ د فلسطین پر مظلوم ولس تورتم جوړ کړی ،په درستې نړۍ کې ئې سخت  غبرګونونه راپاورلی دي، ان تردې چې نړیوال لوبغاړي او هنرمندانو هم ورڅخه خپله  کرکه اونفرت ښودلی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي چې د پاکستان کرکټ ملی ټیم لوبغاړو چې نن سبا په هندوستان کې د کرکت نړیوال جام  کې  ګډون کوي،پرون  آل راؤنډر شاداب خان، محمد نواز او اسامه میر  د فلسطین له مظلوم ولس سره د خواخوږۍ او همدردئ په څرګندولو سره  په ایکس پاڼې کې  دفلسطین د بیرغ  انځورونه  پوسټ کړل. او له بیرغ سره خوا کې ئې لاس په دعا ایموجي  انځور هم پوسټ کړ.

په دې پسې نورو لوبغاړو  امام الحق، حارث رؤف او افتخار احمد  هم  د فلسطین بیرغ په سوشل میډیا کې پوسټ کړ او  دغه راز ئې له مظلومو فلسطنیانو سره خپله خواخوږي نندارې ته وړاندې کړه.

باید ووئيل شي ، چې له دې مخکې  دپاکستان د کرکټ ملی ټیم  وکت کیپر بیټر محمد رضوان د نړیوال جام په سیالیو کې سری لنکا ته  ماته په ماته ورکولو سره  خپله دغه بریا د فلسطین د ولس په نامې کړه  چې  د هندوانو او اسرائيلیانو غوسه ئې راپارولې وه.

دمحمد رضوان  په دغه اقدام د هندوستان د  لوبو  دبرخې خبریال دغه همدردري او خواخوږي ونه زغمل شوه او  له محود رضوان ئې  دکرکټ  نړیوال فیډریشن ته شکایت هم وکړ.

https://iqna.ir/ur/news/3515136

captcha